د سندرو زما نه
مودې وشـــــــوې بې نغـــمو ژونــــد تيـــــرومــــه
د ســــــندرو ښــاپيرۍ راســـــره نـــــه شـــــــــــــته
ادم خــــــان يم خو ربــــــاب مـې دى مات شـوى
د خيالونو درخــــــانۍ راســــــــره نه شتــــــــــــــه
********
مودې وشــــوې تخيـــــل مې دى بــــــــې رنګـه
ستا د سرو شـــــونډو رنګونه مــې په کــار دي
د مالګين نظــــر پيــــرزو وکــــــــــړه جــــانانـــــه
دې پيکه شــــعر ته خوندونه مــــــې پکـــار دي
********
مودې وشــــوې کشـــمکش کـــې را ايسـار يم
زه دې ستــــرګو ته غـــــزل نه شـــــم ليــــــــکلى
لا لهـــــانده په يــــــوې ورکې پســــــــــې ګــرځم
ترانــــــــــې دې په اوربــــــل نه شـــــــم ليــــکلي
********
مغـــــرور نه يم چـــــې دا ولې نه پــــــوهيـــــــږم
د ســــندرو زمـــــــــــــــــا نـــــه رانــــــه خــــــفه ده
په پيـــــــــکه خــــــــــيال مې پيرزو د غزل نه کا
د غـــــــــــــــــــزلو ملــــــــــکه رانـــــــــه خفــــــه ده
********
دجــــــــذبو ژبــــــــه مې غوڅـه د وخت تيغ کړه
بې جـــــــذبې يم بې جــــــــذبې يم جـذبه راکړه
د نظـــــــــر پلو کـــــــــې ډير دردونـــــــــــه راوړه
دردونــــــــــکې سنـــــــــدريزه شيــــــــــبه راکړه
********
د بـــــــــاران له تــــــــــــــــــرنــــــــــــم نــه مرور يم
دباران لــــه ترنم ســــــــــــره مــــــــــــې جوړ کړه
چې مــــــين ميـــــــن ماښــــــام مې په نڅاشي
د ارمـــــــــان له تــــــــــرنم ســـــــره مې جوړ کړه
********
بې لـه تا مې د خيال کور تيـــــاره تيـــاره دى
راشــــــــه خيال تــــه مې ډيـــوه درســـره راوړه
چې راځــــې په شـــــــرنګيدلي قــــــدم راشـــه
د ســـــــــندرو زمـــــــــا نــــه درســـــــــــره راوړه
انديښمن ځاځى نوى نظم
١٣٨٨\ \٢٦ مرغومې