راليږونکی : تاج محمد ياري حسير


* جلان صاحب ته ډالۍ *

د ګلپاڼو اتڼ

لــکه اوښـــکه د بڼــو په څـــوکو بـــــاريو
د شبنــم غــونــدې د ګـل په مــخ نثــار يو

د عشــق خم چې موپه سردې پورته کړى
تر ابـــــده به لـــه دې نشـــې خمـــار يو

چې د نــورځـــلا مو ځــــان وجهــان وسو
څــه پروا کـه د منـصور په څـير په دار يو

د ګـــلپاڼواتـــڼ کـله هــــر څـــــوک وينــې
د بـلبـــل ســــــره ملـــــګري د ګــــلـزار يو

تــورو زلــــفو کـه دمـــــخ ځــــلاکـړه پټه
تر وږمــــو کې منتــــظرد سپـــين سهـاريو

د بيلـتون لښـــکرو کـــور د زړه ويــران کړ
د وصـــال په لارکــې ناســت په انتظـار يو

ياري ستـــاد ديارۍ خيال کې ژوندون ويني
بې له مينــې له خــوږ ژونــد ځينې بيزار يو

په نيــم رمـز دښـکلوســترګوپه هروخت کې
حســـير وايــي ســـرښنــــدنې تـــه تيــــار يو