لومړی برخه
د روان هجری/شمسی کال دپیل نه راپدی خوا زموږ په هیواد کی تاو تریخوالی ډیر شوی دی،جګړی سختی او نوره هم بی رحمه شوی دی،وژنی اوورانونی له کچی وتلی دی،ګواښوونکی حنجری تازه شوی او آوازونه یی غټ او لوړ شوی دی.دسرکونو په غاړه چی بمونه ښخول کیږی،په چاودنه یی ډیر بیګناه ملکی وګړی ــ ښځی،کوچنیان،سپینږیری او ځوانان ــ وژل ګیږی او هغه چی په کمر بندی او موټری بمونوپه قتل رسیږی هم دمیندو بچبان دی،مسلمانان دی زموږ وطنوال دی ،افغانان دی.له بلی خوا وینو چی دکورنیواو بهرنیو الو تکو ړانده بمونه اوراکټونه، ددرنو توپونو اوټانکونو دګولیو بارانونه نه یوازی په کلیو، بانډو او ښارونو کی کورونه،روغتونونه او نوری ودانی ورانوی بلکی ډیر بی ګنا وګړی هم وژنی او له منځه یی وړی.د هر په اصطلاح ګناه کار سره لږ تر لږه لس بیګناه هیوادوال ژوند له لاسه ورکوی.په دی توګه دجګړی دری کورنی اصلی لوبغاړی ــ دافغانستان اسلامی جمهوریت،دافغانستان اسلامی امارت او دڅه مودی راهسی اسلامی دولت ــ دخپل اسلامیت درس یوه بل ته او ټول بیا په ګډه افغان ولس ته ور زده کوی او جنت ته د ورتګ تر ټولو لنډه لار راښیی.
ددی ترڅنګ زموږ جنګ ځپلی ،په ویر، بی وزلی اوغریبی کی ډوب ولس په خپل تاریخ کی دبی ساری او بی شرمه دولتی فساد سره هم لاس او ګریوان دی چی هره ورځ یی ځوروی او آرام ته یی نه پریږدی.دا دولتی فساد نه یوازی دافغان ولس په اقتصادی ژوند کلک او بی رحمه ګذارونه کوی،انسانی اخلاق او ټولنیز ارزښتونه ګواښی بلکی د جګړی دپیل اودوام بنسټیز لا مل هم جوړوی.له همدی امله دهیواد وطنپال پوهان،ادیبان،شاعران او ژورنالستان وخت په وخت په خپلو لیکنو کی فساد او فاسدان افشا کوی او کړنو ته یی دخلک پام ور اړوی خو په ډیرو لیکنو کی د«فساد»ټکی تر مخه د«اداری»ټکی لیکل کیږی چی «اداری فساد»تری جوړیږی.زما په اند د«اداری فساد» اصطلاح په افغانستان کی دروان فساد سرچینه او چاپیریال په بشپړه توګه نشی بیانولی ځکه چی دااصطلاح فساد یوازی په دی یا هغی اداری پوری تړی یانی ښیی چی ګوندی دټول هیواد په کچه دلته یا هلته،دغه یا هغه اداره یا یو څو دولتی یا غیر دولتی اداری په فساد لګیا دی او نور ټول لوی او واړه دولتی ارګانونه او مقامونه پاک او بی ګناه دی.د« اداری فساد»ا صطلاح دفاسد چاپیر یال یوه کوچنی برخه په ګوته کوی او په لویه برخه یی یو ډول پرده اچوی،ډیرو او ډیر و لوړو فاسدو مقامونو ته یو ډول برآت ورکوی.
حقیقت دادی چی په هیواد کی روان فساد ټول دولت ــ په اوږدوالی له ولسمشری تر ولسوالی او په سور له قضایی تر اجرایی او بیا تر مقننی قواوو پوری په سر اخیستی دی او هیڅ داسی دولتی ارګان نشته دی چی دفساد په دی ګرداب کی ډوب نه وی،نو ځکه دا فساد په«اداری فساد» پوری محدود نه دی.دا فساد« دولتی فساد»دی ا و افغان ولس د دی یا هغی فاسدی اداری نه بلکی دیوه فاسد دولت د فساد قربانی دی.
داهم بایدپه نظر کی ونیسو چی ددولتی ارګانونو په جوړښت کی اداری څانګی دمسلکی څانګو پرتله کوچنی برخه لری،دوزارت مقام هم په خاص مفهوم اداری مقام نه دی بلکی سیاسی مقام دی او وزیر په ظاهره دخپل وزارت له لاری په ټو لنه کی دمر بوطه حکومت سیاست پلی کوی او په هر وزارت کی دمسلکی څانګو شمیر تر اداری څانګو ډیر وی.ددولت ددوو نورو ارګانونو«مقنینی او قضایی قوو»چا ر واکی هم اداری دنده نه لری.دولسی جرګی او دمشرانو جرګی وکیلان سیاسی چار واکی دی او دنده یی دقوانینو تصویب،وزیرانو یا کابینی ته دباوراو یا دبی باوری رایه ورکول،دحکومتی چارو څارل او داسی نور دی.دواړه جرګی اداری څانګی هم لری خو اداری چار واکی یی وکیلان نه دی او وکیلان بیا په خپل وار اداره چیان نه دی.په همدی توګه قاضیان او څارنوالان هم دخپلو ارګا نونواداره چیان نه دی.ددوی دنده د حقوقی او جنایی لانجو پلټنه، څیړنه اود هغوی په هکله قضایی پریکړی دی.دادری واړه ډ لی یانی وکیلان ،قاضیان او څارنوالان اداری چارواکی نه دی خو دولتی چار واکی دی،نوځکه ددوی فساد هم باید اداری فساد نه بلکی دولتی فساد وبلل شی.
اوس تر یوی اندازی پوری ښکاره شوه چی د«اداری فساد»اصطلاح په دولت کی دروان فساد یوه کوچنی برخه په ګوته کوی او لوړپوړی دولتی او غیر اداری چارواکو ته تر یوی اندازی ډاډ ور کوی چی ګوندی په دی فساد کی لاس نه لری.حقیقت دادی چی په افغا نستان کی فساد یوازی ددولت په اداری برخه پوری محدود او مربوط نه دی بلکی ټول دولت دفسا په نیشه کی ډوب پروت دی.دروڼتیا نړیوال سازمان په یوه را پور کی لیکلی دی چی دافغانی دولت:«په ټولو،اجرایه ،مقنینه او قضایه قوو کی فساد شته،خو وایی چی تر ټولو زیات فساد په عدلی او قضایی ارګانونو کی دی.ددی را پور په بنسټ ۵۰ سلنه خلکو رشوت ور کړی دی او ۹۰سلنه خلکو ویلی دی چی اداری فساد ددوی دژوند تر ټولو لویه ستونځه ده......ډیر سیاسی مشران او د پارلمان غړی په قضا یی او امنیتی ادارو کی لاس وهنه کوی او خپل خلک په لوړو پوستو ګماری.......په څارنوالی هیڅ باور نه کیږی چی له فساد سره دی مبارزه وکړی..........دافغانستان خلک چی ډیر بیوزله دی هر کال ۹/۳ ملیارده ډالره رشوت ورکوی او دا رشوت مخ په زیاتیدو دی.»[بی بی سی،پښتو څانګه، ۱۷/۲/۲۰۱۶] دراپور له دی ټکو ښکاری چی دروڼتیا نړیوال سازمان دافغاستان په دولت کی دفساد دمروجو ډولونونه یوازی یو ډول یانی رشوت په ګوته کوی خوسره له دی څرګندوی چی ددولت ټول ارګانونه په فساد کی لاس لری. دا فساد دولتی فساد دی او باید دولتی فساد هم وبلل شی،ځکه چی د«دولتی فساد» اصطلاح فاسد دولت او په دولت کی دفساد ټول چاپیریال او ټولی سرچینی په ګوته کوی او هیڅ فاسدمقام اوفاسد دولتی ارګان ته برأت نه ورکوی.دا هم باید په ګوته شی چی فساد دولتی ارګانونو او مقا مونو ته له اسمانه نه راکښته کیږی او له ځمکی هم نه را پورته کیږی،دا همدا لوړپوړی دولتی چارواکی دی چی له دولتی مقام نه په استفاده په فساد لاس پوری کوی او ددولتی دستګا په هر کونج او کنار کی د هغه تخم کری.دشیر پور چور،دکابل بانک لوټول،ددوبی په هوایی ډګر کی د۵۵ ملیونو ډالرو قاچاق رسوا کیدل او له ایرانه په پلاستیکی کڅوړو کی دډالرو راړل دبیلګی په توګه څرګندوی چی دفساد په رواجولو او خپرولو کی لوړ پو ړی دولتی چار واکی ــ ولسمشر، دهغه مرستیا لانو،وزیرانو او نورو دمخکښانو رول لوبولی دی.دلته می له ولسمشر نه مقصد اوسنی ولسمشر داکټر غنی نه دی،ځکه تر اوسه می په دی هکله نه څه اوریدلی اونه می لوستلی دی چی ګوندی دی دی نیغ په نیغه په فساد کی لاس ولری.دا به ده ته هم بی ګټی نه وی چی خپل لا سونه پاک وساتی،ځکه ډیر ځله دخیرو اترو،مرکو اوویناګانو په ترځ کی دسر او ژبی نه دواړو لاسونوته ډیره اړتیا لری.
دلومړی برخی پای او په دوهمه برخه کی دفساد او اخلاقو تر منځ په اړیکو بحث کیږی.