د شيدو جام
د ګلو بدرګه چې ګام په ګام ورسره ځي
په مست او سندريز تګ مې ګلفام ورسره ځي
د مخ له ايينو نه يې ګېډۍ جلوې زنګېږي؟
که پيڅه کې د سپينو شيدو جام ورسره ځي
دا دوې کوترې دي د نامعلوم جادوګر لوڼه
د سرو پاپيو تلو کې روغ بام ورسره ځي
دستا د کلی خوا ته چې هر څوک درځي جانانه!
زمونږ له خولونه خامخا سلام ورسره ځي
اشنا چې د نازونو جامې واغوندي جلانه!
دنګ غرونه د ښايست په احترام ورسره ځي
سيدجيلاني جلان
يادونه : دا غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
18.11.2009
- اريوب
دويښو ځوانانو ادبي ټو لنې ويب لاګ پر ليکه سو.ويښ ځوانان ادبې ټو لنه په دې ويا ړ کو ې چې ځان د خپلو لر او بر پښتنو ورڼو دخدمت لپاره مخ کې کوي.دافغان مها جرو ويښ ځوانان ادبي ټولنه چې لو مړي ځل په کوټه کې دافغاني مها جرو د سرانانو په کيمپ کې په فعاليت پيل وکړ.چې وروسته د بعضو پښتنو وروڼو په غوښتنه د مهاجرو کلمه ځينې پري سوه او اوس دويښو ځواناو په نا مه شهرت لری.ويښ ځوانان ادبي ټولنه چې دتا ندو قلمې ځوانانو څخه جوړه ده غوښتل چې ميا شتنې مجله ولري.خو د جيب افلاس ا...
22.11.2009
- اريوب
رالېږونکی: حميدالله صديقي، د ګل غونډۍ له ليسې څخهد لقمان حکيم (رح) له ويناوؤ څخه۱- کوم کار چې د الله (ج) د رضا لپاره کوې له انسانانو ويره مه کوه.۲- ډېر آوره او لږ غږېږه.۳- الله او مرګ هيڅکله له ياده مه باسئ خپله ښېګڼه او د بل بدې هېره کړئ.۴- په خيټه وږې په حکمت ماړه اوسئ.۵- په لمانځه کې د زړه، په محل د ژبې، په غصه کې د لاس، په دسترخوان کې د ګيډې ساتنه کوئ.۶- که دژبې له زيانه ځان ژغورل غواړی نو چپ او غلي اوسئ.۷- رښتيا خبره مه پټوئ او در...