رالېږونکی: حميدالله صديقي، د ګل غونډۍ له ليسې څخه
د لقمان حکيم (رح) له ويناوؤ څخه
۱- کوم کار چې د الله (ج) د رضا لپاره کوې له انسانانو ويره مه کوه.
۲- ډېر آوره او لږ غږېږه.
۳- الله او مرګ هيڅکله له ياده مه باسئ خپله ښېګڼه او د بل بدې هېره کړئ.
۴- په خيټه وږې په حکمت ماړه اوسئ.
۵- په لمانځه کې د زړه، په محل د ژبې، په غصه کې د لاس، په دسترخوان کې د ګيډې ساتنه کوئ.
۶- که دژبې له زيانه ځان ژغورل غواړی نو چپ او غلي اوسئ.
۷- رښتيا خبره مه پټوئ او درغو خبره له سره مه کوئ.
۸- هر چاته د هغه هنر او جوهر په اندازه مقام ورکړئ له افراط او تفريط کمي او زياتي څخه ډډه وکړي.
۹- د پوهانو ويناوې له جنتونه سره زر جوړوي.
۱۰- په هر جامعه بد ګمانه کېږي ګڼې په دنيا به هيڅ دوست او خواخوږي و نه مومئ.
۱۱- د دنيا ربړونه انسان وګڼئ او مرګ هيڅ وخت له ياده مه باسئ.
۱۲- د سهار د لمرختو په وخت کې مه ويده کېږۍ چې دا وخت، د عبادت وخت دی. په دې وخت کې خوب له بدبختۍ نه ډک وي.
۱۳- د علم په مرسته وحشت او ډار اچونه له منځه ځي.