غزل
په خداى راباندې ګران شـــــــــــوى د ځـــــــــــان په څير يو څوک
لګيـــــږي په پــــــرهر مــــــــــــې د درمــــــــــــان په خير يو څــــوک
خوبـــــــــــونو کـــــــــې يــــــــــې وينم په خيــــــــالونـو کې يې وينم
را اوري پـــــــــــــــــــه زړګــــــــــــي مـــــې د باران په څير يو څوک
خواږه خـــــــــــــــــواږه را وګــــــــــــوري خواږه مې شي لفـــــظونه
رومان ومـــــــــــــــــه چې وينم د رومــــــــــــــــــان په څير يو څوک
ناصــــحه دا ګنــاه راباندې مـــــــــــکړه چـــې يې هـــــــــــير کړم
شــــــــين شـــــــوى مې پــــــه زړه کې د ايمــان په څيـر يو څوک
همــــــغه مې د ستـــــــــــــړي ژوند د ســــــــــــتړو لارو مـــــل شو
ميشــــــــــته چې مې وو زړه کــــــــې د ارمان په خـير يو څوک
په زړه کـې راســـــــــره دى خو نـــــــــــظر يې را نه غـــــــــــــواړي
يقين غــــــــــــــوندې يو څـــــوک شي د ګمان په څير يو څـوک
مــــــــــــــــنم دې انديښمنه د يـــــــــــو چا د مخ شــــــــــــاعر يې
راځــــــــــــــې دې په غـــــــــــزلو د طــــــــــوفان په څير يو څوک
٩-٥-٢٠٠٤
متحده عربي امارات شارجه