ليکوال: نورمحمدلاهو
د مينې او رنګينيو شاعر
نن سبا زموږ د شعر ګڼ مينه وال په شعر کې د انتزاعي تصويرونو له اورېدو نه ستړي شوي دي خلک زيات هغه تصويرونه خوښوي چې خيال پکې ډېر روښانه انځور شوی وي. يو وخت پيچلي شعرونه موډ و. چا به چې د معما يا چيستان په شان شعر وايه نو هغه به ډېر قوي شاعر ګڼل کېدو. خو نن سبا نه يوازې پيچلي شعرونه څوک نه خوښوي بلکې ځينو غير مستقيمو انځورونو اورېدو ته هم زړه نه ښه کوي که څه هم دغه شان شعرونه چې ډېر ساده وي او په عين ساده ګۍ کې رنګينن وي ويل يې ګران دي ځکه ځينې وخته دغه شان شعرونه له شاعره په عادي خبرو بدلېږي. خو شته داسې شاعران چې دغه لارې ډېرې ښې کچ کولای شي چې يو يې هم استاد درويش درانی دی. درويش درانی یيو عاطف شاعر دی، دی کولای شي په څو ساده تورو يو داسې تصوير جوړ کړي چې دهر سخت زړي سترګي له اوښکو ډنډې کړي شاعري خو زما په نظر همدا ده چې د اورېدونکي ويده احساسات را وپاروي، سختي ولولې يې نرمې کړي او بالاخره په ورېښمنو يې واړوي، لکه د استاد دراني دغه شعر:
بيلتانه دي د هر چا په درد شريک کړم
يار د بل درومي او زه پسې ژاړم
ما د يار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم
زما په نظر تر ټولو ښه شاعر هغه دی چې په شعر کې خپلو تصويرونو ته هغه اشياوې انتخاب کړي
ې هره شيبه دي شاوخوا ته په حرکت کې دي. دغه تصويرونه نسبت انتزاعي تصويرونو ته ډېر ژر حسي واقع کېږي ځکه ګران درويش دراني له دغه اصل نه ډېره استفاده کوي. او همدا سبب دی چې د ده هر غزل د اورېدونکي زړه کې کلا آبادوينه.
پای