بابولالې

رب چې خورې كړې په فطرت د ښايستونو څڼې
مونږه به هم لولو هميش په نظرونو څڼې

سپرلى په شونډو له مستۍ نه بابولالې وايي
پاسته نسيم ته اوړي را اوړي د ګلونو څڼې

زاهده ته پوه شه او خداى پوه شه چې خوند نكوي؟
دا چې كږې وږې پرتې دي په خالونو څڼې

پكې تصوير مې د ښكلوكې جانان لولپه شو
د خيال هيندارو كې مي شنې شوې د اورونو څڼې

لمر د شغلو په ګوتو بيا د كنډو زړه تخنوي
پر زړو مو و غزيدې بيا د اميدونو څڼې

په هغه وخت راځي غوږو ته د مچكو خرپ خرپ
دا لوړ چنار چې لمبوي په ګودرونو څڼې

اوس مې جلانه د شهيد ارمان مزار په پيڅو
ډيوې د وينو بلوي د پرهارونو څڼې

سيدجيلاني جلان
يا دونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوىدى.