د ګلپاڼو اتڼ
د ښكاري نظر د تورو غشو ښكاريو
د دردو په څېر په سرو پرهارو بار يو
څو سيكې ستا د مسكا لرو په زړو كې
شكر سختې غريبۍ كې هم مالدار يو
موږ ساده يو خو په خپله سادګۍ كې
د شړيو د تارو په څېر ګلدار يو
مه مو وژنه د ښايست مور به كړې بوره
مونږ بچوڼي د سپرليو د سردار يو
په تڼاكو پښو په كاڼو په ازغيو
رسيدلي د سپينچكو تر بازار يو
د ديدن وړانګين لاسونه را اوږده كړه
د ارمان په ګړنګونو كې ايسار يو
د ګلپاڼو په اټن پسې جلانه !
ليوني يو خپلو زړو نه راګوزار يو
سيدجيلاني جلان
يادونه! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوي دى
15.10.2009
- اريوب
دا څنګه درد يې...!!!!
دا څنګه درد يېدا څنګه درد يې چې مې اوښکو ته ګريوان ژړوېدا څنګه درد يېچې نغمو ته دې په زړه کې دغم ناوې ژاړيچيرته ورا يې نن دعشق د جنازې راغلېچيرته په سور پالنګ دوره ورله د عشق جوړويدا څنګه درد يېدا څنګه درد يې چې سره وړانګه شې د غم په ساراپه سر وريږې لکه تندر د لمبو په ښکلارا نه چاپيره کړي سپرغۍ د بوړبوړکو لمبوپکې چغيږي دشهيد ارمان اروا په...
15.10.2009
- اريوب
د خالونو سوداګر
ځه جانه داسې ځاى بــــه ولاړ شـــو سره
چې يې فضا په ميـــنه ، ميـــنه کې وي
چې پــــه ژړا کــــې ســــره ميــــنه وکـــــړو...