دا څنګه درد يې...!!!!


دا څنګه درد يې
دا څنګه درد يې چې مې اوښکو ته ګريوان ژړوې
دا څنګه درد يې
چې نغمو ته دې په زړه کې دغم ناوې ژاړي
چيرته ورا يې نن دعشق د جنازې راغلې
چيرته په سور پالنګ دوره ورله د عشق جوړوي
دا څنګه درد يې
دا څنګه درد يې چې سره وړانګه شې د غم په سارا
په سر وريږې لکه تندر د لمبو په ښکلا
را نه چاپيره کړي سپرغۍ د بوړبوړکو لمبو
پکې چغيږي دشهيد ارمان اروا په نارو
دا څنګه درد يې
دا څنګه درد يې چې مې ژوبله کړې ليمه په بڼو
کله تڼاکې مې د لپو د ارمان وګرځې
کله مې مينه شې غيرت مې شې وجدان وګرځې
دا څنګه درد يې
دا څنګه درد يې چې مې دين کله ايمان وګرځې
کله مې تړمو تړمو اوښکو ته اعظم نوم د يزدان وګرځې
دا څنګه درد يې
دا څنګه درد يې چې د غم په څپو
کله مې خپل شې کله مينه شې جانان وګرځې
بيا رانه چيرته لرې لرې د سما په دښتو
دارمانونو ستړی پاتې لوی کاروان وګرځې
دا څنګه درد يې
دا څنګه درد يې چې مې اوښکو ته ګريوان وګرځې
دا څنګه درد يې
دا څنګه درد يې ...!!!