د زمانې بادونه
د زمزمو په اوبو مينځم مينه ناکې کيسې
لکه ياسين داسې خوږې دي د عشق پاکې کيسې
غرونه مو منځ کې دي خو غرونه به خدای ونړوي
زه کوم تاته ، ته کوه ماته ، دعا کې کيسې
په لوپټې کې دې جانانه څڼې ښې پټوه
د زمانې بادونه هم کوي بېباکې کيسې
د ستا پر شونډو سره ګلونه کيسې سرې سکروټې
زمونږ پر شونډو وينې وينې او تڼاکې کيسې
ستا جلان هم کله سندرو کې څه داسې وايي
لکه زلمی ناوې ته وکړي شررناکې کيسې
سيدجيلاني جلان
يادونه : دا غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
26.08.2009
- اريوب
يو وجود ګرد يم كه غباريم دپښوپل ته درنږدې يمهتاپسې دخپل زړه غوندې وتې له پردې يمهستاخوږوخبروته جانانه دومره تږى يــمته وا تلوسه دمينانودكيــسې يـــــمهڅه ساده باده يم دومره ستربدلون كې پوه نه شوماوس هم شاګردۍ كې دپيمخې زمـــانې يمهزه اوته دمينې په يوه وجود كې ژوندكــووته يې د ډيوې رڼا اوزه بيخ دډيوې يـــمـههسې دخپل روح خوارو اوږوباندې ورباريمهوجلانه! سيورى دژوندون دجنازې يمــه...
30.08.2009
- اريوب
غزل
ارادې يو را ټولېږو ستا په خوا په دې تياره کې
خپلو زړو ته له دې ځايه وړو ړنا په دې تياره کې
د زخمي زړونو پالنه به په چا سپارو خاونده
دوى خو اوښکې وچې نه کړې د هېچا په دې تياره کې
ساعت کېږي له دې ډزه چې د باد څپې يې راوړې
څو نرۍ نارې خورې دي د ابا په دې تياره کې...