يو وجود

ګرد يم كه غباريم دپښوپل ته درنږدې يمه
تاپسې دخپل زړه غوندې وتې له پردې يمه

ستاخوږوخبروته جانانه دومره تږى يــم
ته وا تلوسه دمينانودكيــسې يـــــمه

څه ساده باده يم دومره ستربدلون كې پوه نه شوم
اوس هم شاګردۍ كې دپيمخې زمـــانې يمه

زه اوته دمينې په يوه وجود كې ژوندكــوو
ته يې د ډيوې رڼا اوزه بيخ دډيوې يـــمـه

هسې دخپل روح خوارو اوږوباندې ورباريمه
وجلانه! سيورى دژوندون دجنازې يمــه

سيدجيلاني جلان
يادونه : دغزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى