غزل

دا نن مې سکڼـــــــــــى خيال دى د سنـــــــــــدرو په طلب کې

په کلي ګرځـــــــــــــي ستـــــــــــــا د څو خــــــــــبرو په طلب کې

د شنــــــــــــه چنار زړګى مـــــــــــو هم مين زړګــى ښکاريږي

دا ډير وخت دى پريشــــــــــــــــانه د کـــــــــــوترو په طلب کې

د لمــــــــــــــر د وړاندګو پيغـــــــــلې بيا د برکـنډو له پـيڅې

په شــــــــــړک ځـــــــــي کوز تنګي ته د نښــترو په طـلب کې

جګـــــــــــړه چې په جم پــــيل شوه ډيرو خپــل سرونه ورکړل

لـــــــــــــه ډيرو تورې ورکې شـــــــــــوې د زغرو پـه طلب کې

جرګې د سپينو اوښـــــــــــــکو ګــــرځوي ليمې مې خــوارې

د ښکــــــــــــــلو چم ته ځـــــــــــــې د زورورو پـــــــــه طلب کې

ته ولې پرې غصـــــــــــه شوې نور مې هيڅ په زړه کې نه وو

بس سترګې مې ستا ښکل کړې د ګورګورو پـه طلب کې

اشنا ســــــــــتا مبارک شه لږ زړګى خـــــو به دې يــــــخ شي

تنـــــــــــــــــدى دروړم در تــــــــــــــه د ډبرو پــــــــــــه طلب کې

ته راشه انــــــــديښمنه د غــــــــــــــزل تـــــــــوري دې غواړي

بيا ښـــــــــــکلي نه امـــــــــــــيل د ملغــــــــلرو پـــه طلب کې

١٣٨٢-تله -٢٠  کابل نوې کارته