يوه سندربوله مې په روح کې اوسي
ډيرې سندرې مې زړګي ته بخښي
د رنګ او نور يوه نړۍ راکوي
خوږې خبرې مې زړګي ته بخښي
يوه سندربوله مې په روح کې اوسي
وايي له تور شپو ژوندون وباسه
تور رواجونه د حالاتو مات کړه
ځان له دې تور شانې قانون وباسه
يوه سندربوله مې په روح کې اوسي
راته دمينې خوږ احساس راکوي
د ژوند اسمان ته مې د مينې په نوم
ستوري رنګين لکه الماس راکوي
يوه سندربوله مې په روح کې اوسي
کله مې درد کله درمان ته بوځي
کله دبيل ژوندانه لار راښايي
کله مې بيل غوندې جهان ته بوځي
يوه سندر بوله مې په روح کې اوسي
ماته د خپل ژوند فلسفه راکوي
کله شپيلۍ د اسرافيل غږوي
کله د ستړي ژوند نغمه راکوي
کله مې خيال کې تر جنته بوځي
کله بيا خيال د دوزخونو راکړي
کله مې جام اوميخانې ته بيايي
کله بيا ډار له ګناهونو راکړي
د جادوګرې ادا شرنګ پکښې دى
د جادوګرې ادا شرنګ رابخښي
د يوه سپيڅلي بغاوت په لوري
يو شوخ پاڅون او شوخ غورځنګ رابخښې
نو زه د روح دغه خبره منم
له نفرتونو نه نفرت کومه
نور نو له مينې سره مينه کوم
نور نو سپيڅلى بغاوت کومه
انديښمن ځاځى