غزل

ژوند مو واړه وخوړ د اغزو په سر

اوښکې يو تېرېږو د بڼو په سر

مراندې مو د زړه اخير پرې غوڅي شوې

لوبې مو کولې د نېزو په سر 

يو فرياد مو خدايه قبول نه شو بس

کرښې دي ليکو يې د اوبو په سر 

ستوري نه دي دا چې ورته ګورو موږ

حوري دي وريتېږي د لمبو په سر

تا خو اباسينه دلته نه راوړې!

دومره وږي سترګې د څپو په سر 

تال مو د سندرو ځکه وران برېښي

خاورې دي پرتې د اننګو په سر 

ژبه د تصوير مو ځکه ګونګه ده

تور تور دېوان ناست دي د رنګو په سر 

اوښکې د کوچۍ ګوندي قبولې شي

ږدي خو هر قدم د زيارتو په سر

 

س - کوچۍ