دوحدت ترجمان

ښايست مينې څپو ته دي جګ غرونه سلامې دي
ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي

مـنـمـه دا مـنـمـه چـــې پـــه ډانـــګ هــم نــه بـلـيــږی
پـه خـپـلـه مـيـنـه مـسـته د هيچـا نـه ، نـه ويريـږی
ماشوم وم رازلمی شوم ستا يادونه مې زړه نيسې
خـواږه ټـول تـير وخـتـونـه مې هيڅکله نـه هـيريـږی
دا سـتا ميـنې تـړون تـه غـورځنګـونـه سـلامـې دي
ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي

د نـــنـګ ، غـيـرت نــشـه هـره قـطره اوبـه جـنـت ئې
خـپـلـواکـه کـونـړ سيـنـده تـه بـنـسـټ د محـبــت ئــې
دی ځمکې د پښتون تل په سينه کې ئې ځای کړی
په ځمکه د پښتون تـه د پښـتـون د زړه وحـدت ئې
په زړونـو سلطنت کــوی ټــول زړونـه سـلامـې دي
ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي

خـیـالـونـه انـګازې دی کــړی څـپـې مسـتې خـبـرې
ستا ژبـه ګـونـګه نـه ده تـل د ژوند وائـې سـنـدرې
ای سیند د کونړ سينده د وفـا غښـتلـی تار ئې
هـر ګــوټ کــې دی خـمـار د ښـکلا پاکـې ملـغـلــرې
ستا نـنـګ ، وفـا ، غيرت تـه ټـول ډاګـونه سلامې دي
ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي

د خيال او فـکـر مستـه کـونـړ سيـنـده خــبـردار شـه
دا مــونــږه مــلامــته يــو پــه مــونــږه پــردار شــه
ګـنـاه زمـونـږه دا ده چې په تا مو څـه جوړ نـه کړل
دا مونږه ګنهګار ستا، ته زمونږه يـو ځل يار شه
د مـيــنـې ولــولــو تـه دي مــوجــونـه سـلامـې دي
ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي

کـونـړ نـه پـېښـور تـه پـه مسـتـۍ بـانـدې روان ئې
نسيم ستوري په زړه کې د نسيم ستوري جانان ئې
د مـيـنـې حــرکــت کـې سـتـا پـخـې مستې سـنـدرې
وحدت دی راوستـلـی د وحـدت لـوی تـرجـمان ئـې
سـتا شــور د مـحـبـت تـه غـيـرتــونــه ســلامــې دي
ستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې دي