راځـئ په ګډه يي خامي پــــيدا كړو
چـــه دا په څـه پټــان ته اوراچوي
ژوند خــــو د رزم او د بزم نــــوم دی
كـــمزوري خلك ځـان ته اور اچوي
دا ښـكلي څه دي دانورهيڅ نه كوي
خـــو د سـړي ايمــان ته اور اچـوي
تش په يوه وارځان وژونكي كــتو
زمــا دزړه جــهان ته اور واچـوي
همـكاره زو رد ډالر وينـې كـــنه؟
چه د ســړي وجـدان ته اوراچوي
01.02.2009
- اريوب
له ورځې تښتم چې له شوره ډکه ستا غوندې دهشپې ته پناه وړمه شپه چوپه ده زما غوندې ده
په دغه دښته کې شايد دمينې قتل شوى په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې ده
ستا د قربان قربان خبره مې اوس هم جانانه!د زړه په لپه کې راټوله د دعا غوندې ده
مينې يې داسې کړم چې ګورم اينه کې ځان تهوايم چې دا څيره خو څه نه څه اشنا غوندې ده
زه پکې وينم د درد تتې منظيرې جلانه...
04.02.2009
- اريوب
د ګلپاڼو اتڼ د ځوان اونوښت ګر شاعر سيدجيلاني جلان لومړۍ شعري ټولګه ده چې په ١٣٨٦ لمريز کال د ځاځي بابا ادبي ټولنې لخوا په ښکلي کاغذ او ښکلې پښتۍ په ١٨٨ مخونو کې له چاپه راووته . چې د چاپ شمير يې زر ټوکه وو .او دې کتاب په ډير کم وخت کې ډير زيات ميناوال پيدا کړل .او دا کتاب چې زياتو خلکو يې د بيا چاپ غوښتنه وکړه .نو له نيکمرغه دادى د دويم ځل لپاره د تير په څير په ښکلې بڼه له چاپه راووت . او ددويم ځل چاپ مالي لګښت يې ځوان او تاند شاعر هارون پرهار ځاځي په مينه په غاړه واخسيت...