له ورځې تښتم چې له شوره ډکه ستا غوندې ده
شپې ته پناه وړمه شپه چوپه ده زما غوندې ده
په دغه دښته کې شايد دمينې قتل شوى
په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې ده
ستا د قربان قربان خبره مې اوس هم جانانه!
د زړه په لپه کې راټوله د دعا غوندې ده
مينې يې داسې کړم چې ګورم اينه کې ځان ته
وايم چې دا څيره خو څه نه څه اشنا غوندې ده
زه پکې وينم د درد تتې منظيرې جلانه !
ستا شاعري ټوله د واورې د رڼا غوندې ده
سيدجيلاني جلان
28.01.2009
- اريوب
رحمان بابا د هغه زرين دور د اوج او موج د دورې شاعر دى چې په خوشال بابا پيلېږي او په كاظم خان شيدا او پير محمد كاكړ پاى ته رسېږي. د پښتو په دې زرين دور كې ډېر ستر ستر شاعران رامنځته شول په خپله خوشال بابا يو ستر نابغه او فلسفي شاعر ؤ چې پښتو ته يې هر اړخيزې بښنې وكړې او د پښتو د ادب پلار لقب يې تر لاسه كړ. ورپسې د ده ګڼ زامن چې اكثره يې د رحمان بابا همزولي او ترې مشران او كشران وو په همدې دوره كې رامنځته شول اشرف خان هجري د خوشال خان بابا داسې زوى ؤ چې په پښتو او دري كې يې...
04.02.2009
- اريوب
راځـئ په ګډه يي خامي پــــيدا كړوچـــه دا په څـه پټــان ته اوراچوي
ژوند خــــو د رزم او د بزم نــــوم دیكـــمزوري خلك ځـان ته اور اچوي
دا ښـكلي څه دي دانورهيڅ نه كويخـــو د سـړي ايمــان ته اور اچـوي
تش په يوه وارځان وژونكي كــتوزمــا دزړه جــهان ته اور واچـوي
همـكاره زو رد ډالر وينـې كـــنه؟چه د ســړي وجـدان ته اوراچوي...