نه هغه مست يم او نه دنګ دمينارې غوندې يم
اوس د وجود په اوږو بار د جنــــازې غوندې يم

اى ! چې مې وژنې نو چاړې او خنجر څله راوړې؟
زه خو په مازې باد ورکيږم د ايرې غونــــــدې يم

رانه چاپير دى د حالاتو د لمـــــــــــبو سمــــــندر
زه يې په منځ کې د شډلې جزيرې غونــــــدې يم

په دومره خلکو کې هيـــــــــچا زړه پورې ونه نيوم
په دومره خلکو کې زه څومره بې اسرې غوندې يم

مه مې راسپړه کنــــه ګرانــــې ! راتــــــــه وبه ژاړې
د ستا جلان اوس د دردونو د کيسې غـــوندې يم

١١ مرغومي ١٣٨٧
کابل نوا راډيو
سيدجيلاني جلان