خپل ماشومتوب يادوم
خپل ليونتوب يادوم
هاغه
چې په هيڅ نه پوهيدم
خپل بې غمتوب يادوم
----
چې توره شپه به راغله
ما تر ګيځه پورې خوب نه کاوه
ما به کاوه د سبانۍ ورځې د لوبو فکر
چې سبا بيا به کنه
د ها پيتاوي خوا کې
له وړو تيږو نغرى جوړوم
خپلې همزولې به راټولې کړمه
يوخوا ديګى
دا بلې خوا ته لوښي ،وريژي او غواړي اورلګيت
اوداسې ډيرنور څه به هم راټول کړو.
لوبه به پيل کړوکنه
لوبه به تر پايه پورې ورسوو
----
شپې به شوګيره وم
کړۍ شپه به د خيال په ټالو وزنګيدم
او تر سبا به مې هيڅ سترګې سره نه ورتللې
ما سره غم د دنيا نه وو کنه
ماسره غم د هيچا نه وو کنه
----
غــوږ شـــه
هيربه مې هيڅ نشي ها تير وختونه
د ګاونډيانو له واده به چې خبره شومه
هلته به بيا زه ورسيدلې ومه
ها محفلونو کې او هغوګڼو ګوڼو کې به
ما ليونۍ غوندې په بيړه بيړه ځان تيراوه
ترڅو چې ناوې زوم مې ونه ليدل
امکان مې بيرته دراتللو نه وو.
----
خو اوس
اوس زه هم يمه دځوانۍ دوران کې
د يوه نوي ژوند په بريد ولاړه
نن خپله ناوې يمه
څنګ کې مې ناست دى د ژوندون ملګرى
چې يادوي يې ټول د زوم په نامه
باور مې کله راځي
زه هکه پکه يمه
سترګې مې ډنډ په اوښکو
زه نه پوهيږم
چې مې وخت دماشتوب څه شو او څنګه تير شو؟
خدايزده په کومه ولاړو چرته ولاړو؟
زه يې په چل چل او په پټو سترګو راوستمه
او د ځوانۍ ياغي باغي بازار کې پرې يې ښودم
----
اه دا د ځوانۍ بازار عاجب ښکاري
دلته هر څه په يوه ګرانه بيه
خو داهم ژوند دى کنه
انسان بايد ورسره ځان عادت کړي
زه هم توکل په خداى
په دغه لاره
په مينه مينه نوى ګام اخلمه
په مينه مينه نوى ګام اخلمه
شاعره : فرښته امرخيله