کلبیان (Cynics) (د سپي ډوله ژوند فلسفه)
یو هغو څو فلسفي ښوونځیو څخه ده، چې له سکرا
ت څخه یې سرچینه اخیتسې د د کلبیانو فلسفه ده.
ددې ښوونځي بنسټګر انتیستنس (د سکرات له زده کوونکیو څخه ګڼل کېږي) دی.
ددې ښوونځي لارویان په دوه وجو کلبیان یادېږي:
--لومړې دا، چې په هغه ځای کې چې ددې ښوونځي بنسټ کېښودل شو، د سیناسارګس (Cynosarges) (سپین سپی) په نامه یادېږي. دویم دلیل دا، چې ددې ښوونځي د لارویانو د ژوند و ژواک لارې، چارې سپو ته ورته وی، نو ځکه پدې نامه یادېږي.
کلبیان پدې ګروهه ول، چې نېکمرغۍ ته رسېدا لپاره تقوی او فضیلت اړین دی. دوی دا فضلیت او تقوی له سیاسي قدرت، ګنج، ټولنیز موقعیت او یا د ټولنیزو تړونونو رعایتول ګڼي.
ددوي په وینا ښه ژوند له خوندونو څخه ځان لرې ساتلو، او طبعي ژوند ته په راګرځېدا ترلاسه کېدای شي. ددوي ژوند هم همدا ډول و، ټولنیزو چارو او د هغې ګټو ته نه پام کول، یواځې ریاضت ته زور ورکول ددوی د ژوند موخه وه. ددوي په ګروهه موږ باید په ژوند کې د مرګ و تندرستۍ فکر و غم ونکړو، او دا چارې باید زموږ لپاره د فکر لامل وګرځي. له همدې لامله نن سبا په ځینی اروپایي ژبو کې cynic بدبین او طعنه یی او نورو ته نه پام کوونکي شخص لپاره کارول کېږي. فضیلت او تقوی ترلاسه کول د کلبیانو پر وړاندې کومې ځانګړي پام ته اړتیا نه درلوده، او ټولې هغه چارې او پوهې چې د هندسې، ټنګټکور او ادبیاتو په زده کړه به یې زور راوړو، بې اهمیته بللې. په فلسفې کې به هم دوي یواځې اخلاقي اړخ ته پام کاوه.
لکه څرنګه چې یادونه وشوه، ددې ښوونځي نامتو فیلسفوت انتیسېتنس او پېژندل شوې څېره یې دیوجانس (دیوجنس) کلبی (د سینوپ اهل) دي.
د یادونې وړه ده، چې پدې ښوونځي کې د هیپارچیا په یوه نامتو فیلسوفه هم شته.