اپیکورېزم: (Apecurism {E}) د یوناني فیلسوف (اپیکور) مذهب (۲۷۰-۳۱۵مخزېږد)، ددې مذهب لارویانو ګروهه ده، چې خوند (لذت) یو حسي دی، ځکه چې انسان د ژوو (حیوان) په څېر په خپل فطرت د خوندونو لخواته کوښښ کوي.

 اپیکوریزم د ډیموکرېټ ( ذیمقراطیس ) له فلسفې څخه اخیستل شوې. یانې پوهه د حس پایله ګڼي، او نړۍ د بې شمېره لرغونو او تل خوځنده نه وېشل کېدونکو ذراتو یو مرکب ګڼي، او اروا هم د ذرو یوه مرکب ګڼي، او پس له مرګه یې فاني ګڼي.

 مګر د اپیکوریانو له فلسفې څخه زیات اخلاقي اړخ غښتلې ښکاري، او سم د سکرات (سقرات) چې نېکبختي د پوهې په لټه کې ويني، اپیکور د انسان ترکیب یواځې په خوند او لذت کې ویني. نو لدې وجې اپیکور او زده کوونکي یې په عیش او عیاشۍ د ژوند تېرونې سره مشهور شول. نو نن سبا اروپاییان عیاشي او کامراني اپيکوري ژوند ګڼي.