په داسې حال کې چې د تيرې روژې په مياشتې کې د رستا خيز ډلې او پلويانو يې د کابل ښار په واټونو کې خيمې درولې وې چې له امله يې افغان سوداګرو ته کابو ۱۵ ميليونه ډالره زيان اوښتی او تر څنګ يې ټوله روژې مياشت کابل ښار له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي و؛ دغې ډلې له څو ورځو ځنډ وروسته يو ځل بيا د خلکو آزارولو او په ښار کې لاريونو ته ملا تړلې. د لطيف پدرام، امرالله صالح او احمد ضيا مسعود تر لارښوونې لاندې د رستاخيز ډلې تر نوم لاندې يو شمېر افراد نن دوشنبه هم د کابل ښار سړکونو ته راووتل او د خلکو پر مخ يې لارې تړلې وې. 

دغو ډلو ټپلو وروسته له هغې يو ځل بيا لاريون ترسره او د خلکو پر مخ يې سړکونه بند کړل چې تيره مياشت د څو ورځو لپاره په پرله پسې توګه د لارو بندولو سره سره بيا هم خپلو موخو ته ونه رسيدل. د څو محدودو څېرو په لارښوونه د مدني حرکت په نوم د دغه جنبش غړو دا ځل په نوي نوښت سره د خلکو ځورونه ترسره کړه. دوی او ډلې يې دا ځل سړکونو ته موټرې راويستلې وې او په پرله پسې توګه يې د موټر هارنونه وهل چې له ښاره يې د ميښو غوجل کړې وه او په ښار کې يې غالمغال ډير کړی و. 

دا سمه ده چې د افغانستان اساسي قانون هر افغان ته دا حق ورکړی چې د خپلو مشروع غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره بې وسلې سوله ايز لاريونونه ترسره کړي. د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو کول ترسره کول د ټولو افغانانو حق دی، خو کله چې دا کار د لارو د بندښت، د اقتصادي فعالیتونو د په ټپه درېدو، عامو ښاريانو ته د مزاحمت او سوداګرو ته د ميليونونه ډالرو د زيان اوښتلو سبب شي نو په ټوله معنا د اساسي او بشري قوانينو سره په ټکر کې دی. 

خلک له دغو رستاخيزيانو پوښتنه کوي چې تاسې څه غواړئ؟ غوښتنه مو څه ده؟ آيا د ولسمشر او لوړو پوړو چارواکو په استعفا سره د هيواد روان حالت بهتريږي او که بدتريږي؟  

که څه هم دوی په ښکاره د کابل ښار د زنبق څلور لارې له بريد وروسته په لاريون کوونکو د ډزو په غبرګون کې لاريون کوي خو په اصل کې دوی د خپلو بادارانو لخوا دوی ته د ګډوډۍ جوړولو په مقابل کې اخيستل شوې پيسې هضموي. یو څو محدودو کسانو چې د ځانګړو  ډلو ټپلو لخوا لکه لطیف پدارم  ضیا مسعود او نور د حکومت نه شړل شويو او ړتل شویو کسانو لخوا يې ملاتړ کيږي؛ د کابل ښار شپږ ميليونه نفوس ګروګان نیولی دی او د عام ولس پر مخ يې لارې او سړکونه تړلي دي. د دوی د هر حرکت او لاریون  تر شاه اصلآ نورې توطيې نغښتي دي. دوی غواړي چې د ایران او پاکستان په اشاره او د هغو د ګوډاګیانو پر مټ یو ځانګړی قوم توهین، تحقیر او بدنام کړي.  

د دوی له غوښتنو معلوميږي چې د رستاخيز په نوم حرکت د ايران او پاکستان په لارښوونه د يو ستر ځانګړي قوم د نوم بدولو لپاره رامنځته شوي دي او د يو ځانګړي قوم د اشخاصو د ګوښه کيدو غوښتنه کوي. دوی غواړي د عدالت او حق تر نامه لاندې څو چوکۍ او پیسې خپلو رټل شویو او شړل شویو بادارانو ته ترلاسه کړي. د دوی له خوا ترسره شوي او ترسره کيدونکي حرکتونه نه ملي دي او نه هم انساني. دوی په خپلو لاريونونو کې څو تنه وزګاره او احساساتي ځوانان چې په هیڅ هم خبر ندي؛ راټولوي او د حکومت پر ضد يې کاروي. دوی غواړي چې حکومت بوخت وساتي څو ایران او پاکستان خپلې استخباراتي لوبې په کابل او نورو ولایاتو کې پر سمه توګه ترسره کړي. 

دوی نه د ولس استازي دي او نه هم مدني فعالان يا سياست مداران. هر څه يو حد او اصول لري، هره ورځ لارې کوڅې بندول، خلک آزارول او سوداګرو ته او د دولت خزانې ته په ميليونونو ډالره زیان اړول د توجيه وړ نه دي. دوی اصلاً له اساسي قانون او د بيان له آزادۍ ناوړه ګټه پورته کوي. 

اوس له افغان دولت څخه د ولس غوښتنه دا ده څو د دغو څو محدودو کسانو په مقابل کې جدی اقدامات وکړي. حکومت دې نور اجازه نه ورکوي چې هر کس او ناکس راشی او پر هېواد او ولس ملنډې ووهي. حکومت دې جديت پيدا او له خپل مشروع او قانوني اقتدار نه ګټه پورته کړي او د زورواکانو لاسونه دي د ولس له ګريوانه لنډ کړي. دا کسان دې هم د ولس حوصله نه ازمايې. که چيري د ولس د صبر کاسه راډکه شوه نو دغه څيرې به بیا نه د ايران په سفارت کې خلاصې شي او نه د پاکستان په سفارت کې. ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله هم سياسي ماشومان نه دي چې د هر کس او ناکس په ځانګړي توګه له حکومته د شړل شويو مامورانو په غوښتنه استعفاوې وکړی. ولسمشر سره د د ولس ملاتړ شتون او داسې محدودې څيرې که هر څومره هڅه وکړي ان شالله خپلو شومو موخو ته نه شي رسيدلای.