بشير ګواښ
نومانده بلاخطايي چې دولسمشرۍ په چوکۍ پسې يې نيزدې ده زاره وچوي وايي چې که ولسمشره وټاکل شي نو ښځې به نورې د بچوپه راوړلو موکلفې نه وي اوداکار به په سړو وروتپي. هغې چې ايراني جامې يې پرتن اوتاجکي پڼې يې پرپښو وي،وويل چې په افغانستان کې ټول عمر سړو پاچاهي کړي اونوردې دا کار د ميرمنو سره په نوبتي شکل مخ ته ويوړل شي. هغې دالاپه هم ورکړه چې که ميرمنې ورته رايې ورکړي نو نه يوازې به هغوئ د بوقرو او چادريانو په نامه له ګرځنده زندانونو خلاصې کړی بلکې يوه بله نادره به هم وکړي. هغه دا چې بوقرې به نور سړي په سروي. بانو خطايي په خپله انقلابي او عالمانه وينا کې چې ديوې کڼې په شمول يې پنځه ميرمنو ته کوله وويل چې تر هغې به د ښځود حقونو لپاره بغارې وهي چې دولسمشرۍ په نرمه چوکۍ نه وي ناسته شوي.
بانوخطايي د خپل تاريخي تقرير پرمهال دتوروعينکو په سترګو کولو او د شونډو د رنګ له تازه کولو وروسته حاضرينوته وويل چې افغان ميرمن ته به اجازه ورکړي دپراخه ديموکراسۍ نه په ګټې سره ټوله ورځ په آرايشګاه ياتناره پرسره په تاويلوماويلو تيره کړي او که ددغه بنډار له کبله يې په زانګو کې ماشوم اوياهم له کاره ستړی ستومانه راغلی خاوند مړ هم شي، څوک به ورته پورته ونه ګوري. بانو خطايي چې خپل نوم په ت ليکي وويل چې ښځو ته دزده کړو اړتيا نشته ځکه چې که پاچاهي يې په برخه شي نو ښخې به له زده کړو پرته په لوړو پوستونو وګماري. بلاخطايي دعوه وکړه چې د ميرمنولپاره دهغې کاري پلانونو سړي وراخطاکړي دي. هغې پرښخو غږ وکړ چې سر له نن نه دې په کورونو کې جاروګانې اوڅوباړې تياروساتي ترڅودهغې دبرياجشن ښځې دخپلو ميړونو په ډبولو سره وکړي.
دبلاجانې مور هم ډاډه ده چې لور به يې ولسمشره شي. هغې ښاخۍ ته خپله بپه مصنوعي غاښونو ډکه خوله داسې وازه کړه.))چې کرزی خلک دوکه کولی شي نوبلاجانه يې ]نکه نه شي کولی. هغې ته ما نه دخلکوددوکه کولوچل زده کړی او زه په دې دې کار کې دوکتورا لرم. باورلرم چې بلاجانه به دافغانستان ړندې کڼې ښځې په اسانۍ سره تيرباسي.((
دبلاخطايي دې بيانونودسترجنرال دوستم په شان خلک لا په لړزه راوستي. هغه له ترکيې نه ښاخۍ سره په یوه ځانګرې مرکه کې وويل چې دخطايي پرخلاف به خپله ټوله توانايي وکاروي ترڅو هغه خپلو مرامونه ته ونه رسوي. هغه وويل چې دا ښځه يې ځکه بده شي چې د نوموړي نه بوقره پرسرول زده دي او نه يې هم د بچو راوړل په وس پوره دي. هغه د ظفرخان ظفر د يوې هايکو په ويلو سره خپله انديښنه څرګنده کړه او وي ويل چې هغه د پخوا نه همدا چيغې وهلي چې ښځوته بايد ډيره مخه ورنه کړل شي.
نن که دښځو حقوق ومنو مونږ
سبا به وايي بچي تاسې راوړئ
نوبيابه دې ته دچاپلار ټينګ شي
خو دښخينه اولاپوشاپودسياست کارپوهه، ګل ببوبيا دخطايي خبرې هسې بابولالې ګڼي. هغې ښاخۍ ته وويل چې دښځو به دا ارمان هيڅکله پوره نه شي چې سړي دې بچي راوړي. هغې وفرمايل چې داخبره خوشال خان خټک لا پخوا فيصله کړي ده. ))هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه!((