بشير ګواښ

 

د خيرالکانديدان د کرايي انسانانواسلامي او ملي ادارې خبرتيا

د کمپاينونو غونډو ته خلک کرايه کړئ

محترمو کانديدانو، مونږ ته معلومه ده چې ستاسې د کمپاين په غونډو کې د ماما او ترور له ماتو ګوډو څلور پنځوو زامنوبغير نور څوک نه وي نو ځکه مو د هيواد په غوړيدلې ديموکراسۍ کې ستاسې د غونډو او منډو لپاره خلک په کرايه ايښي دي. نور نو سر تندي وهلو ته اړتيا نشته. مونږ سره د اړيکو په ټينګولو سره مو چې څومره خلک په کار وي، کرايه يې کړئ.

 دولسمشرۍ، پارلماني او ولايتي شورا کانديدانو ته خبرورکوو چې ستاسې د کمپاينيزو غونډو لپاره هر قسم خلک چمتو کولی شو. مونږ سره دژونددهرکسب او کار سره اړيکې لرونکي خلک شته او په مناسبه کرايه يې ستاسې غونډو ته درليږلی شو. مونږ په زرګونه ډاکټران، ژورناليستان،ښوونکي،نايان،ځوانان، زاړه، ښځې، ماشومان، کوڅه ډب، فلمي او نور بلابتر  خلک لرو چې ستاسې غونډې پرې ډکولی او ښايسته کولی شو.

د نقالانو نه هوښيار اوسئ. د هرقسم دفتر څخه خلک مه کرايه کوئ. زمونږ خدمتونه معياري او بيې مو ارزانې دي. مونږ د تيرو ټاکنو څخه د کانديدانو غونډو ته د خلکو دبرابرولو تجربه لرو او پوهيږو چې کومې غونډې ته څنګه سړی يا ښځه وليږو. د مثال په ډول مونږ پوهيږو چې پګړۍ يا پکول پر سر خلک مو په کار دي که شيک دريشي کړي ږير خريلي ځوانان ــ بوقره والي ميرمنې مو په کار دي او که فيشني.

په پای کې به يوه د راز خبره هم درته وکړو چې  څلور کاله وړاندې په بدخشان او پنجشير کې د ښاغلي کرزي، په ننګرهار، پکتيا او قندهار کې دوستم او زابل او هلمند کې يونس قانوني غونډو کې کوم په زرګونه خلک ليدلی شوي هغه همدا زمونږ دمجربه کارکوونکو برکت وو چې چاهم په دوهمه غونډه کې ونه پيژندل. د يادو شويو کانديدانو غونډې پرې داسې ډکې وي چې تابه ويل دا ولايتونه د دغه کانديديدانو پلرني ټاټوب دی.

ګورئ، ناوخته کوئ مه ځکه چې په مونږ ګڼه ګوڼه ډيره ده. همدا نن ټيليفون وکړئ کنه نو دخپلې ناکامۍ مسؤل به پخپله ياست.

د خيرالکانديدان د کرايي انسانانواسلامي او ملي اداره

099 2000000