بشير ګواښ

 مور بلاګ سره په کړو مرکو کې دولسمشر چوکۍ پسې ژبۍ شوي او شله کانديدانو ميرمنو خولې پرانيستې او ويلي يې دي چې ميړونو يې د ټاکنودکمپاين په نامه ځان د کورله کارونو پټ کړی. هغوئ دا هم وايي چې خاوندان يې دډيموکراسۍ ميموکراسۍ په کيسه کې نه دي او هسې درواغ وايي.

د ډانګټربدآلا ميرمن چې ويل يې مورپلار پرې دومره بدرنګه نوم ايښی چې نه غواړي په رسنيوو کې ذکر شي، وايي چې کور کې دبې شمېره مزدورانو دشتون سره سره پرې پخلی کوي. هغې وويل چې خاونديې دډيموکراسۍ اوښځو دحقوقو چيغې وهي خوپه کور کې يې دطالبانو واکمني ده. هغې زياته کړه چې نور نود ډانګټردمقاومت دوخت جرسيانو او بنګيانو ته ډوډۍ ګانې نه شي پخولی. هغې زياته کړه. ))زهر دې يې شي. له لاسونو يې خلاصه کړم.(( نوموړې دا هم وويل چې مېړه يې دهغه تاجکي او ايراني انجونو چې په ترتيب سره د هغه دسياسي او مالي چارو مسؤلينې دي، هم درواغ وايي. هغې وويل.))خدای خبر چې ميړه مې ددې ښځو سره څه کوي چې تر نيمو شپوورسره پس پسکې کوي.((د هغې په وينا د هيواد لويه څارنوالي بايددغسې ناستې ناقانوني اعلان کړي او ملګري ملتونو دهغې دحقوقو پوښتنه وکړي.

دپتيرسپژن اوکثيف بدنام په نامه د دوو نورو کانديدانو ميرمنې هغوئ نه يوازې دروسي،تاجکي او ايراني ښځينه سلاکارانوسره په نظرياتي اوفزيکي اړيکوتورنوي بلکې دا هم وايي چې ټوله ورځ دکمپاين په نامه له کوره بهر وي. دسپژن اوبدنام ميرمنو په يوه خوله وويل.))پخوا ښه وو.وی به په کور کې جارو کوله،دماشومانو پرتوګونه به يې وربدلول، ماښام به يې چرګان کوټنۍ ته ننويستل او زمونږ د ميندوسرپښې به يې ورزور کولي خو اوس يې دکمپاين په نامه د کور له کارونو سترګې پټې کړي...په پچه وختل کشمير يې وليد.(( نوموړو وويل که ميړونه يې بيرته دکور ورځني کارونو ته ستانه نه شي نوبيا به دو ی هم دډيموکراسې څخه په ګته اخيستنې سره دګاونډيانو په ملتياټولټاکنو ته ودريږي. بيا به يې ميړونه د شکايت حق ونه لري.

د يو بل کانديد،ګاز آمدکوفتي ميرمن بيا وايي چې ميړه ته يې له هغې وروسته په ټاکنو کې دبرخه اخيستو اجازه ورکړي وه چې هغه ورسره ژمنه کړي وه چې دټاکنوپه منځ منځ کې به دکوم غټ خېټې کانديد په ګټه تير او کور ته به بوجۍ بوجۍ ډالر راوړي خو هسې ونه شول. شاببو خپله بدرنګه خوله داسې چينګه کړه.))شنډ ميړه مې يوازې خپله او زما رايه لري.که دډانګټر بد آلا په شان يې لس دولس بچي وای بيا هم ښه وی ځکه چې هغوی به  دځان سره دچرسوانډيوالان غونډوته راوستلی او دبيزوګي پلار نوم به يې پرې کيدلی. خوداچې د خيرن ميړه سره مې ګڼه ګوڼه نشته، څوک يې په تيز پورې هم نه خاندې.(( هغې په کوفتي غږ وکړ.)) خدای او رسوله وهلیه، نور کور ته راشه. همغه د سايکلو دپنچرمينۍ کار دې کوه. د چرګ د مالګې دڅټلو سره څه کار، ستا يې له ولسمشرۍ څه!؟((