راليږونکی : صبغت الله بينوا
له ننګرهاره ځمه
ځم له دې کلي، له دې ښــــــــــاره ځمـه
د دې بې مهرو له بازاره ځمه
ماپکې ډيرې بدبختـــــــۍ ولــيـــــــدې
نور د بدبختو له ازاره ځمه
خدای دې پرې سپينه رڼايـــــــي راولي
خو زه له دې تياره غباره ځمه
دلته کې لارې ناپوهۍ ته تللي
زه ترې دپوهې په يو لاره ځمه
مااوس قسم کړی چې ځم بــــــــــــينوا
نور مې زړه تنګ دی له ننګرهاره ځمه
03.01.2009
- بشير احمدګواښ
بريټا پيټر سن...
14.08.2009
- بشير احمدګواښ
بشير ګواښ
مور بلاګ سره په کړو مرکو کې دولسمشر چوکۍ پسې ژبۍ شوي او شله کانديدانو ميرمنو خولې پرانيستې او ويلي يې دي چې ميړونو يې د ټاکنودکمپاين په نامه ځان د کورله کارونو پټ کړی. هغوئ دا هم وايي چې خاوندان يې دډيموکراسۍ ميموکراسۍ په کيسه کې نه دي او هسې درواغ وايي.
د ډانګټربدآلا ميرمن چې ويل يې مورپلار پرې دومره بدرنګه نوم ايښی چې نه غواړي په رسنيوو کې ذکر شي، وايي چې کور کې دبې شمېره مزدورانو دشتون سره سره پرې پخلی کوي. هغې وويل چې خاونديې د...