بريټا پيټر سن : نړيواله ټولنه بايد افغانستان سره بې غرضه مرستې وکړي او خپلې لوبې بس کړي.
۴۲ کلنه بريټا پيټرسن د
(Initiative Free Press-IFP) ادارې چې ژورناليستان روزي او د بيان د ازادۍ ملاتړ کوي، مشره ده. آيي، ايف، پي د ميډيوتيک سره يو ځای کار کوي او ميديوتيک هغه اداره ده چې د مدني ټولنې د پياوړي کولو لپاره د فرهنګيانو، فرهنګپالو، ژورناليستانو، ښوونکو، زده کوونکو او د بشر حقوقو د ملاتړ کوونکو سره په ګډه کار کوي. ما د بريټا سره د ميډيوتيک او آيي، ايف، پي په اړه لنډې خبرې کړي.آيي، ايف، پي څه کارونه کوي؟
آيي،ايف، پي د ۲۰۰۳ کال راهيسې په افغانستان کې د ميديوتيک د دفتر سره په ګډه د خبريالانو په روزلو بوخت دی. مونږ تر اوسه په جلال اباد، کابل، هرات، کندوز، مزار شريف او ميدان وردګ کې کار کړی.
په دې وروستيوو کې تاسې د ډيورنډ د واړه غاړو د ژورناليستانو لپاره يوه پروژه پېل کړي، په دې هکله راته وواياست.
مونږ په جلال اباد کې د څيړنيز ژورناليزم يو روزنيز کورس جوړ کړی وو. په دې کورس کې د پښتو ژبي ولايتونو څخه ۱۷ تنه ژورناليستانو د څيړنيز ژورناليزم په هکله زده کړې تر لاسه کړي. دا روزنيز ورکشاپ د ډيورنډ د دواړو غاړو پښتنو ژورنالیستانو د پروژې پېل وو. د دې پروژې موخه د دواړه غاړو څخه د ژورناليستانو يوه شبکه جوړول دي تر څو په ژورناليستيکه طريقه د جګړه ييزو او کړکيچنو ستونزو حل رامخې ته کړي او په دې توګه خپلې خاورې ته چوپړ وکړي. په همدې خاطر مو په پيښور او جلال اباد کې دوه مرکزونه جوړ کړي. په دې مرکزونو کې به په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال کې په پرله پسې توګه روزنيز کورسونه او ګردي ميزونه جوړيږي. په دې مرکزونو کې به د انټرنيټ او کمپيوټر له اسانتياو سربيره کتابتونونه هم شتون ولري. هيله لرو چې زمونږ دا پروژه به تر دوه زره لسم کال يو پښتو خبري اژانس ته لار برابره کړي.
نو په دې پروژه کې روزل شوي ژورناليستان به په دغه آژانس کې په دندو ګمارل کيږي که څنګه؟
هو! مونږ غواړو چې همدا ژورناليستان دا پښتو اژانس پر مخ بوځي. کوښښ کوو چې دغه اژانس په خپلو پښو وديرږي او له لومړيو ورځو پرته د چا د فنډ په تمه پاتې نه شي.
د ميډيوتيک په اړه ډير خلک دا نيوکې کوي چې سيمه ييز مشران يې د ليکوالانو او ژورناليستانو سره ښې اړيکې نه لري او ډير وخت او انرژي په تاويلو ماويلو تيروي. دا په داسې حال کې ده چې ميډيوتيک د ژورناليستانو او فرهنګيانو تر منځ ښې اړيکې برابرول خپله دنده بولي. تاسې په دې اړه څه واياست؟
زه د يوې بهرنۍ په توګه دا خپله دنده نه بولم چې د افغانانو په جنجالونو کې دې سردننه کړم خو که دغسې حال وي نو دا ډيره بده خبره ده. زه له ټولو سيمه ييزو ژورناليستانو څخه غوښتنه کوم چې د ميديوتيک د اسانتياو څخه دې ګټه پورته کړي. که افغانان خپل منځۍ ستونزې حل نه کړي نو بهرني قوتونه به يې د خپلو موخو د راوړلو لپاره وکاروي.
ځينې نيوکې دا هم دي چې د ميديوتيک په دفترونو کې مسلکي روزونکي نشته. د بېلګې په توګه د ننګرهار پوهنتون يو زده کړيال ماته وويل چې کوم کس چې هغوی ته د ژورناليزم روزنه ورکوي، هغه پخپله لا د لېسې شاګرد دی. أيا تاسې داسې کوم پلان لرئ چې ورته شکايتونه ليري کړئ؟
زه د سيمه ييزو ورکشاپونو روزنکي نه پيژنم او نه يې هم د کورس په موادو خبره يم. دميديوتيک سيمه ييز دفترونه بايد دا ستونزه حل کړي.
تاسې د يوې بهرنۍ ژورناليستې په توګه د افغانستان اوسني مطبوعاتي بهير ته څنګه ګورئ؟
افغانستان د مطبوعاتو په ډګر کې ډير پرمخ تللی. په سلګونه مجلې او ورځپانې چاپيږي. ډير شمير راديوي او ټيليوزيوني چينلونه خپرونې کوي او ځوان ژورناليستان د ژورناليزم د نړیوالو سيمينارونو او روزنو لپاره ډيره ژوره علاقه ښئ چې اغيز يې د هغوی په کارونو کې ښکاره دی. همداراز د ژورناليزم په ډګر کې د کار موندنې چانس شته او ډير افغانان له دې لارې خپل ژوند پرمخ بيايي. د دې هر څه سره سره بدبختانه د ژورناليستانو لپاره سياسي حالات چندان ښه نه دی. لکه څرنګه چې ته خبر يې ډير شمير خبريالان د طالبانو او ياهم سيمه ييزو جګړه مارانو له خوا ووژل شول. زه مړو شويو ښځو او نرو ژورناليستانو ته ډير زيات احترام لرم . زما په اند دوی ريښتيني شهيدان دي چې د رښتيا د راسپړلو لپاره يې ځانونه قرباني کړل.
د افغانستان راتلونکې څنګه وينئ؟
حالات ډير خراب دي او لامل يې يوپه افغانستان کې د ښې مشرۍ کموالی دی او بل د بهرنيانو ګوتوهنې. افغانستان د نوي نسل ځوانانو ته اړتيا لرئ. زما سترګې ځوانانو ته دي. افغانان بايد د خپل وطن لپاره يو ملي فکر پيدا او پلی کړي. همداراز نړيواله ټولنه بايد افغانستان سره بې غرضه مرستې وکړي او خپلې لوبې بس کړي.
ډيره ډيره مننه چې مونږ سره مو خبرې وکړي
له تاسې هم مننه . خوښ اوسئ