BBCPashto.com 

عبدالمالک عاصم
 

دسردار داود خان د مړي د خښېدو تابېا روانه ده

ټاکل شوې چې د داود خان مړى په کابل کې خښ شي ،چارواکي يې دقيق ځاى نه ښيي خو په وړاندېز شويو سېمو کې دمرنجان غونډۍ ډېره يادېږي چې ددوى د کورنۍ يو شمېر نور غړي هم په کې خښ شويدي .

د سر دار داود دجنازې د مراسمو د تېارۍ په موخه ددفاع وزارت په مشرۍ يو کمېسىون ته دنده سپارل شوې چې ويل کېږي د ځېنو بهرنېو هېوادونو څخه به هم يو شمېر مېلمانه ورته را وبلل شي .

افغان چارواکي وايي چې د پخواني جمهور ريس مقبره به ډيره ښکلې جوړه کړي .

د روغتيا وزارت د مرستېال په مشرۍ هغه کمېسيون چې د داود خان او دهغه دکورنۍ د غړو جسدونه يې وپېژندل وايي چې له پخواني جمهور ريس سره پيدا شوى طلايي قران پاک ، دده جامي او بوټان به دده د مقبرې په خواکي د خلکو د ليدنې لپاره په يوه جوړيدونکي ځاى کې کيښود ل شي چې وېل کېږي د يوه يادگاري ځلي بڼه به ولري .

پر دې سر بېره افغان ولسمشر د پخواني صد راعظم موسى شفيق په گډون د مرحوم داود خان د يو شمېر وژل شويو ملگرو د کورنېو دغړو له غوښتنې وروسته دهغوى د جسدونه د موندلو او پېژندلو لارښونه هم کړيده.

په دغه ډله کې دهغه وخت ددفاع د وزير حيدر رسولي د جسد موندل هم راځي .،د مرحوم داود خان د جسد موندنې لپاره گمارل شوى کمېسيون به خپلو پلټنو ته دوام ورکوي .

دغه کمېسيون وايي که يې د پخواني صدراعظم موسى شفيق او حيدر رسولي مړي وموندل نوهغوى به هم دافغان ولسمشر د لارښونې سره سم په بله سېمه کې د يو لړ دولتي مراسمو په ترڅ کې له سره بيا خاورته وسپارل شي .

موسى شفيق په افغانستان کې د نوموتو افغان سيا ستوالو له ډلې څخه وو چې تر ډېره يې لوستي افغانان د افغانستان د پرمختگ دوخت يوه ځلانده څېره بولي چې نژدې درې لسېزې وړاندې ووژل شو .

دده مړى او د خښېدو ځاى هم لا نه دى معلوم ، خو تمه کېږي چې په راتلونکو مياشتو کې دډاکټر موسى شفيق جسد وموندل شي .

د سر دار محمد داود خان جسد شاوخوا يوه مېاشت وړاندې د ولسمشر حامد کرزي لخوا د يوه گمارل شوي کمېسيون له پراخو پلټنو وروسته د څرخي پله په سېمه کې له يوه ډله ييز قبر څخه لومړى وموندل شو اوله گڼو څېړنو وروسته وپيژندل شو.

په دغه قبر کې پاتې نور ١٥ جسدونه هم وپېژندل شو چې دده د کورنۍ د غړو ددغه کار لپاره څه باند ٤ مېاشتې وړاندې ولسمشر يوه پلاوي ته دنده ورکړې وه .

افغان چارواکي وايي چې د سر دار محمد داود د کورنۍ پاتې غړو او دده له جسد سره موندل شوي قران شريف د پخواني جمهور ريس د مړي په پېژندلو کې ډېره مرسته وکړه