نيم سړی
ژباړه : بشير ګواښ ـ نيويارک، امريکا
پينګ شولين په چين کې د يوې لارۍ (ټرک) لاندې شو او له همدې امله يې بدن دوه ټوټې شو. کله چې نوموړی روغتون ته ورسول شو، ډاکټرانو باور نه کاوه چې نوموړی به روغ شي خو خدای هغه وژغوره او که څه هم د هغه له نامه لاندې برخه ژوندۍ نه وه او ډاکټرانو ونه کړای شو چې هغه د ښاغلي پينګ په بند پورې په سالمه توګه وتړي، خو د نوموړي ژوند وژغورل شو.
نوموړی اوس کولی شي خپل مخ، لاس، سينه او خيټه ومينځي ، ډوډۍ، چای وکړي او غاښونه ومينځي. په بيجنګ کې شلو ډاکټرانو چې د هغه عمليات يې کړی وايي چې د ښاغلي پينګ ژوندي پاتې کېدل يوه معجزه ده. له عملياتو يو کال وروسته دا دی د نوموړي لپاره يو داسې ګاډۍجوړه شوي چې هغه پکې وکړلی شي پخپله له يوه ځایه بل ځای ته حرکت وکړي. ښاغلي پينګه اوس خوښ بريښي. هغه ناهيلی نه دی او وايي چې غواړي د ژوند د تيرولو په موخه څه کار روزګار پېل کړي.
د نوموړي معده جوړه ده او د خوراک د هضم ستونزه نه لري . همداراز نوموړی د بولو او ډکو متيازو په خاطر هغه واړه پيپونه کاروي چې د نوموړي د خېټې سره د جراحي عملياتو په وسيله نښلول شوي.