په خوب يوه جلۍ وينم، رڼا غوندې ښايسته وي
سندرې يې په شونډو وي، په لاسو يې چمبه وي
ګوړه چې له هرې ډډې وڅټي، خوږه وي
دا درد مې سترګې پټې کړي، دا درد مې په ارام شي
ګرانه مې چې کله هم ، په غيږه کې ويده وي
چې شونډې ښکلومه دې او مخ دې لاس کې نيسم
په لاسو کې يقين وکړه، نيولي مې لمبه وي
جنګونو مور مو بوره شه، ځوانا ن مو رانه ويوړل
حجره بې ټنګ ټکوره وي، خاموشه وي سړه وي
چې شعر او شاعرۍ ته هم د کفر توري وايي
ملګرو داسې خلک بيوقوفه وي، شوده وي
د مور خواږه يادونه مې ملګري وي بشيره!
د ژوند پر هره لاره ، که سهر وي که غرمه وي