د ويکيپيډيا غم وخورئ...
ملالۍ بشير ــــ بوسټن، امريکا
آن لاين ويکپيډيا (www.wikipedia.org) د معلوماتو هغه بې سارې سرچينه ده چې په بېلابېلو ژبو نړيوالو ته معلومات وړاندې کوي. په دې وروستيوو کې یوه شوې سروی ښئ چې ويکيپيډيا دومره باوري او له ارزښته ډکه سرچينه ده چې د نړۍ د زياتو محصلينو د علمي څيړنو ۸۵ په سلو کې له دې لارې پوره کيږي. لويديځوال خو ګرد سره په ويکپيډيا ميين دي او هر څوک چې غواړي د نړۍ پر مخ د يو څه په اړه معلومات راټول کړي نو ويکپيډيا ته مخه کوي. ويکيپيډيا رښتيا هم په ډير لږ وخت کې ډير ښه معلومات خلکو ته وړاندې کړي او وړاندې کوي يې.
له نيکه مرغه په دې وروستيوو کې ويکيپيډيا په پښتو ژبه هم مواد خپرول پېل کړل خو د لويديځ د نورو رسنيوو او معلوماتي سرچينو په شان د ويکپيډيا د نړيوالې ژبې (انګليسي) په برخه کې چې د پښتنو او پښتو ژبې پر ضد کوم شيان خپريږي، هيڅ د زغملو وړ نه دي.
د ويکپيډيا د ويب پاڼې له مخې دوئ خپل کار داسې پرمخ وړي چې د ويکيپيډيا علمي ډله د يوې موضوع، سيمې او يا هم يو کس په هکله يو څه خپروي. کله چې دا مواد ویب پاڼې ته ولويږي نو بيا هر سړي کولی شي د ويکپيډيا د اکاونټ په درلودلو سره هغه مواد ايډيټ کړي. د ويکپيډيا د اکاونټ جوړول ډير اسان او په ثانيو کې صورت نيسي. زه نه پوهيږم چې د پښتنو پر ضد د ويکپيډيا غلط معلومات به د هغه نړيوال کمپاين برخه وي چې دا مهال دوئ زمونږ د ګرانې ژبې، پياوړي کلتور او غيور قام د ورکولو په نيت پېل کړی او که دا به زمونږ د ګاونډيو هيوادونو او يا هم په کور دننه د پښتنو او پښتو ژبې د غليمانو دسيسه او سازش وي چې د يو عادي اکاونټ په جوړولو سره د ويکيپيډيا په شان د معلوماتو د ذخيرې له لارې مونږ بدناموي او نړيوالو ته مو تر هګر ورپيژني. که د دې کار تر شا هر څوک وي موخه يې څرګنده ده او هغه نړيوالو ته دا باور ورکول دي چې پښتانه ترهګر ، جاهله، وروسته پاتې او سرتمبه خلک دي چې دپرمختګ او سولې خلاف او د ترهګرۍ پالونکي دي.
داچې په ويکيپيډيا کې هر څوک ليکل او ايډيټ کولی شي نو ځکه په يقيني توګه ويلی شو چې فارسي ژبې په دې مهمه ويب پاڼه کې اکاونټ جوړوي، د خپلې ژبې (دري او فارسي)، کلتور، جغرافيوي موقعيت، نسل او تاريخ په اړه د لاپو او باټو ډکې ليکني کوي بلکې د خپلو ورځنيوو چارو څخه د پښتنو د بدنامۍ لپاره وخت راباسي، پر ضد يې ليکنې کوي. دوئ دغه پوچ معلومات د ويکيپيډيا له لارې د نړيوالو مخې ته ږدي او له دې لارې زمونږ د دروند پښتون کلتور ، تاريخ او ژبې په اړه غلط معلومات خپروي. دا په داسې حال کې ده چې پښتانه په خپلو منځونو کې سره اخته دي. د يو بل پښې وهي او د پښتنو دښمنان لګيا دي زمونږ د بدنامۍ او ورکاوئ لپاره کندې باسي.
ويکيپيډيا پښتو د ايراني ژبو له جملې څخه ښئ او په اړه يې وايي چې دا يوه خواره ژبه ده . دغه لينک وګورئ
http://en.wikipedia.org/wiki/Pashto
همدارنګه په نوم پښتون مشرپسې (له احمد شاه بابا واخله تر ولي خان او بل او بل پورې) يې داسې بد رد ليکلي چې ماغزه ورته جوش اخلي. ظاهر شاه چې د پښتواو پښتنو بيخ يې ور ايستلی، د نامه لاندې هم داسې شيان ليکل شوي چې وايي نوموړی پښتون وو او د دري ژبو پر ضد يې پلانونه جوړول. دغه خبرې په ويکيپيډيا کې د فارسي د دغه ويب سايټ په حواله ليکل شوي.
http://www.sarnavesht.com/main/index.php/weblog/extended/2022/
د ظاهر شاه په اړه ويکپيډيا داسې وايي.
Zahir Shah enforced anti-Persian and ethno-centric policies in Afghanistan.
ژباړه: (ظاهر شاه په افغانستان کې د فارسي ضد پاليسيوو ته پياوړتيا ورکوله او خپل قوم (پښتون) يې په نورو معتبرو ګاڼه).
د پښتو او پښتنو پر ضد زياتره ليکنې له هغه فارسي مقالو چې د پښتو او پښتنو په خلاف دي، په نا مستقيمه توګه انګيسي ته ژباړل شوي او د يوه منظم سازش له مخې ويکيپيډيا ته اچول شوي دي . همداراز د پښتولۍ تعريف په غلط ډول وړاندې شوی وو تر څو پښتانه بدنامه کړي. ما دا او دې ته ورته نورد پښتو او پښتنو ضد معلومات ورسم کړل او لا هم په دغه کار بوخته يم خو دا د يو کس کار نه دی او په يو ګل خو ښکاره ده چې نه پسرلی کيږي. لکه مخکې مو چې وويل هر سړی کولی شي په ويکيپيډيا کې ليکل او ايډيټ وکړي نو زه له هغه ورونو او خويندو څخه چې په انګليسي ژبه پوهيږي هيله کوم چې د خپل بوخت او مصروف ژوند څخه د ګرانې پښتو او درنو پښتنو لپاره لږ وخت راوباسي او د ويکپيډيا په شان ويب سايټونو کې اکاونټ جوړ او د پښتو او پښتنو کلتور او تاريخ په اړه سم معلومات وړاندې کړي. د اطلاعات او کلتور وزارت او د افغان ادبي بهير په شان د پښتو ژبې چوپړ کوونکو څخه هم هيله کوم چې د ويکيپيډيا غم وخوري او پښتانه له نړيوالې بدنامۍ وساتي. ځينې معلومات داسې دي چې هغه د ويب سايټ له ادارې پرته بل څوک نه شي ايډيټ کولی نو هيله ده چې اطلاعات او کلتور وزارت د دغسي شيانو په اړه ويکيپيډيا ته په رسمي توګه يو شکايت او سمون ليک وروليږي.
که د خدای په پار مو په دغه نيک کار کې برخه اخيسته او د ويکيپيډيا په برخه کې مو سمون کاوه نو هيله ده چې د هغو ماخوذونو او سرچينو نومونه وليکۍ چې تاسې ترې معلومات راخيستي. اوس وخت رارسيدلی دی چې پښتانه قومي تربګنۍ پريږدي ، له دې لاس واخلي چې زه غلجۍ يم او ته درانی، دا شينواری دی او هغه مومند، او د کور دننه او بهر د خپلو دښمنانو پر وړاندې سره يو ځای شي.