طالبان ډير دي خدای دې يې ډير کړي
د نيم سري د مرض زه ميړنی يمه
کدو خو نه دی چې به وسپړي ګلونه
چيرته به ګرځي خوشکيه
په ما دې ځان د قطب ستوری کړ ميينه
زما اوستا ياري ونه شوه
چې ته ملا کړي زه ډولونه غږومه
ته ګړندی وي ځان دې خلاص کړ
په ما يې وکړل د څوباړو ګوزارونه
د نيمې شپې راتلو دې ځار شم
لکه ګيدړ چې په بلۍ چرګې له ځينه
چې دوه خيرن سره يو ځای شي
ماسپخين پای شي، د صابن صفت کوينه
ها شهزادګان مخې له راغلل
بدرنګه ياره په شپاله دې ورمنډمه
د دنداسې خوله دې رانه کړه
د ساګو ډکه خوله دې زه نه قبلومه
درنودوستانو! تاسې کولی شئ خپلې مزاحيه ټپې بلاګ ته په دې پته راوليږئ