ژوند لکه ډک د ميو جام دی
د هلکانو نوم بدنام دی
څه وکړم عمر مې ډېر خام دی
د طالبانو سخت نظام دی
چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه
*************************
پوی شوم اشنا څومره سپېره يم
ستا د پښو خاورې يم رانجنه يم
که هر څۀ يمه، هيڅه نه يم
د تهمتونو يار دې زه يم
د پتاسو دسمال دې بر کلي ته ځينه
*************************
په ستمونو کې ناکام شول
ظلم وستم باندې بدنام شول
ځوړند په دار لکه صدام شول
چا راته ويل موذيان تمام شوله
زما د برخې موذي شته ما ځوروينه
************************
زړګى دې يوړو لاړې پېغلې
خولې کې مې نشته لاړې پېغلې
لاړم د مرګ تر غاړې پېغلې
په تناره ولاړې پېغلې
ډوډۍ دې نه خورم د ديدن وږى دې يمه
**********************
تا چې د حسن ځان نوکر کړ
ځان ته دې پېښ پخپله شر کړ
کلى دې ټول په ځان خبر کړ
جانانه ښه شوه ټس مې درکړ
ته مې مين کړې زۀ کراره کېناستمه
**********************
ورځ به ماښام شي بيا به شپه شي
شپه به له کاله پرې اوږده شي
ورته به ګرانه ګوزاره شي
جانان چې ځي په مخ دې ښه شي
زړه يې زما په زلفو بند دى رابه شينه
**********************
تش د ديدن لانجې دې نه دي
په نه خبر غوسې دې نه دي
لنډې اوږدې وعدې دې نه دي
يوه دې نه ده، دوې دې نه دي
زه دې په کومه خطا خاورې واړومه
**********************
ته وا په مينه د دوی پايي
ښايي که نه ورسره ښايي
ورته له مينې لالا وايي
چې خوېندې کيني وروڼه ستايي
چې وروڼه کيني خوېندې بل ته ورکوينه
**********************
وينو له دارو فوارې کړې
لوړې ژورې يې پرې سرې کړې
ځوږ د سلګيو آذانګې کړې
ټوپکو بيا غاړې کږې کړې
ګوليو يوړل د ځوانانو لړمونونه
**********************
په تورو غرونو ږلۍ راغله
له ډېره غمه سلګۍ راغله
نوره مې ساه تر مرۍ راغله
د اسمان منځ ته سپوږمۍ راغله
بې ياره خوب نه وي که ماته نه راځينه
**********************
له دې نه نور به په ځان څه وړم
غټ غټ غمونه مې په زړه وړم
بار لکه غر د بېلتانه وړم
په سر نرۍ لوپټه نه وړم
ستا د دا دا درنې درنې خبرې وړمه
**********************
لشې لشې تېره باڼه وړه
لکه سېلاب په مخ هر څۀ وړه
د عاشقۍ پېټی په زړه وړه
ناز د بې نيازو خلکو مه وړه
قدم زما په سترګو ږده چې ناز دې وړمه
**********************