حضرت شعيب عليه السلام
٠  د شعيب(ع) د نسب لړۍ د ابراهيم(ع) له مېرمن قطورا سره نښلي.
٠  د شعيب(ع) په پيغمبر کېدلو سره د بني قطورا کورنۍ نوم په شعيب کورنۍ بدل شو.
٠  شعيب(ع) په بني قطورا کورنۍ کې پيدا شوى دى.
٠  شعيب(ع) په مدين کې پيغمبر شو.
٠  شعيب(ع) د دوه قبيلو لپاره مبعوث شوى و.
٠  شعيب(ع) د مدين او اصحاب الايکه قبيلو لپاره مبعوث و.
٠  د شعيب(ع) پېر له موسى(ع) سره نږدې و.
٠  نامتو تاريخپوه جرمني هنريج بواټلډ وايي چې د شعيب(ع) اصل نوم حوباب دى.
٠  پر قوم باندې له الهي ځور نه وروسته شعيب(ع) حضرت موت ته کډوال شو.
٠  علامه ابن اثير وايي چې د شعيب(ع) مور د لوط(ع) لور ده.
٠  په قران شريف کې د شعيب(ع) نوم لس ځايه ياد شوى دى.
٠  د شعيب(ع) نوم څلورو سورتونو کې راغلى دى.
٠  د شعيب(ع) يو لقب شېخ للانبياء دى.
٠  شعيب(ع) په تورات کې پر درې نومونو ياد شوى.
٠  شعيب(ع) دولس کاله ړوند و.
٠  شعيب(ع) په حضرموت کې مړ شو.
٠  د شعيب(ع) مقبره په  شيام(ابن علي تنگي ته نږدې) کې ده.

 

حضرت موسى عليه السلام
٠  موسى(ع) د ابراهيم(ع) له اووم پوشت څخه دى.
٠  موسى(ع) په ١٥٢٠م ز کې پيدا شوى و.
٠  موسى(ع) په مصر کې پيدا شوى.
٠  د موسى(ع) پلار عمران نوميدو.
٠  د موسى(ع) مور وکبد نومېدله.
٠  موسى(ع) له زوکړې درې ورځې وروسته سيند ته واچول شو.
٠  د موسى(ع) د زوکړې پر مهال عمران ٨٠ کلن و.
٠  د فرعون مېرمن اسيه د موسى(ع) پالنه وکړه.
٠  موسى(ع) د فرعون په کور کې دېرش کلونه تېر کړل.
٠  د موسى(ع) د زوکړې پر مهال د مصر حاکم قابوس ابن مصعب ابن ريان و.
٠  موسى(ع) ته په طوى تنگي(دره) کې د نبوت منصب ورکړل شو.
٠  موسى(ع) د شعيب(ع) شپون و.
٠  موسى(ع) د شعيب(ع) له لور صفورا سره واده وکړ.
٠  موسى(ع) چې د طور غره ته لاړ ورور هارون يې ځاى ناستى وټاکه.
٠  موسى(ع) له مصر نه مدين ته کډوال شو.
٠  موسى(ع) ٤٠ کاله فرعون ته الهي بلنه ورکړه.
٠  قران شريف کې د موسى(ع) نوم ١٠٧ ځله راغلى.
٠  موسى(ع) ١٢٠ کاله عمر درلود.
٠  موسى(ع) په ١٤٠٠م ز کې مړ شوى.
٠  موسى(ع) په عباريم غره کې له نړۍ څخه سترگې پټې کړې.