ښي ورغوي کې مې اوښکه
دى تر څنګ يې ملغلره
کيڼ ورغوي کې مې بنګ دي
ورسره توره ګورګوره
چاودو شونډو کې مې نګوښي
د ويرژلي ژوند سندره
   ×                 ×                ×
اوس دې خوښه ده چې سپين وړې
او که تور زما له لاسونو
دا خواږه تراخه ترو وړې
او که نور زما له لاسونو
خو په شونډو کې راپرېږده
لږ څه شور زما له لاسونو
×         ×                    ×
خو نه ،نه خوښه زما ده
شي دې تاته بختوره
هنرمندو ګوتو جوړې
ملغلره او ګورګوره
بنګ او اوښکه دې زما وي
د لمر هر څه بې هنره