نه مې غوښتل چې په تروشه ټنډه ورسره مخ شم خو کله چې پرون د خپل کور لخوا زمونږ د کور په ديواله را وختله او زما سترګې په ولږيدې نو هغه سره ګلابي شونډه يې د خپلو سپينو غاښونو په منځ کې ونيوله او په ګوته يې راته داسې اشاره وکړه چې اوس به دې خوښه شم.
ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي.
دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي
زه هم حيران ودريدم خو مور مې چې د پردی ګيلې نه به يې ډيره بده منله ددې اواز د اوريدو سره سمه راووتله او ورته يې اوويل څه خبره ده لورې؟
سلګې ورته اوويل دې زوئ ته دې ګوره کنه پرون ما د چينې نه ګړی را ډکاوو دی د کلي د نورو لوپرانو سره روان و او زه يې ناخوشکا ځورولم. ددې خبرې په اوريدو سره مې مور سمه په غصه شوه څه چې په مخ ورځې په ما يې راشړي. زه چې هر څو ورته وايم چې دا دروغ وايي دا بې شرفه خو مور مې زما خبرو ته کله غوږ ګدي.
ډير په غصه شولم صبا چې کله له سلګې سره مخ شولم په ډيره ترشه ټنډه مې ترې وپوښتل چې ولې دې داسې وکړل او ما ته کله ځورولې يې؟
ويل ښه مې وکړل تا ولې راسره هغه تيره ورځ وعده وکړه او را نه غلې.
ښه شولې؟ ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه.....
عزت الله اديب