ولسمشره درې شلي او لس کلن شي، د ولس د زړه خبره دي وکړه، موږ درسره ولاړ یو، موږ دې ملاتړې یو، موږ دي عسکر او ملګري یو، موږ دي امر منلو ته حاضر  یو.

خو! ژمنه وکړه، چې قول او عمل به دې یو کوې، په خبره به دي دریږې، شاته کیږي به نه، ولس ته به دوکه نه ورکوي.

ډیر خوشاله شوم چې ستاسي له خولې اورم چې وايې د اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي نيمګړی فصل به بشپړ کوم، موږ دې په پوره امانت دارۍ ملګري یو.

خو!  د افغانستان او نړۍ تاریخ لیکي چې غازي امان الله خان له انګریز ښکېلاک څخه ازادي واخیستله، او بیا یې له هیواد د انګریز پوځ د ایستلو لپاره جهاد اعلان کړ، افغان ولس ورته د غازي لقب ورکړ. غازي امان الله خان واک ته له رسېدو سره سم د خپلواکۍ اعلان وکړ، د وطن خپلواکۍ غازي هرې ستونزې او ننګونې منلو ته چمتو کړی و.

د حکومت مشره! تاریخ لیکي چې د مخکينې ولسمشر حامد کرزي، د اوسني ولسمشر غني، د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني، د پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي، د شمال ټلوالي د ګردو مشرانو او قومندانانو او ځینو نورو افغان مشرانو په ملګرتیا او غوښتنه امریکایې پوځیان افغانستان ته راوغوښتل شول، او افغانستان يې د بهرنیو پوځیانو په واک کې ورکړ.

دلته یو لوی توپیر ولیدل شو، غازي امان الله خان د هیواد ازادي واخیستله او تاسي ښاغلو د هیواد ازادې خرڅه کړه.

د حکومت مشره! تاریخ لیکې چې د افغانستان ولس د امریکا او ناټو سره د ناانډوله امنیتي تړون مخالف وو، او که غازي امان الله خان ژوندی وای، هغه به یې هم مخالفت کاوو،  مګر تاسي ښاغلي واک ته د رسیدو په دوېمه ورځ دغه ننګین له شرمه ډک تړون لاسلیک کړ، چې نن یې اضرار هر لوی او واړه افغان ته رسیږي. غازي واک ته له رسېدو سره اول کار د ازادۍ اعلان وکړ، او تاسو هغه تړون لاسلیک کړ چې ستاسې د ټیم نژدې غړی، دمالیې وزیر اکلیل حکیمي هغه وخت ویلي و چې دا تړون زموږ په ګټه نه دی!

دلته یو لوی توپیر تاریخ لیکې چې غازي امان الله خان له یرغلګرو انګریزانو سره د هر ډول امنیتي تړون مخالف وو، مګر تاسي د هیواد نه پوځي او هوایي اډې (د کابل هوایې ډګر، د بګرام هوایې او پوځې اډه، د  مزار شریف هوایې ډګر، د جلال اباد هوایې ډګر، د ګردیز پوځې اډه، د کندهار هوایې او پوځې اډه، د هلمند هوايې او پوځې اډه، د شینډنډ هوایې او پوځې اډه او د هرات هوایې ډګر)امریکا ته د افغانانو د وژلو په موخه په واک کې ورکړي، او تر څو له دې ځایه منځنۍ اسیا، چین او روسیه هم د امریکا له تهدید سره مخ وي.

تاریخ به دا هم ولیکي چې تاسي (ډاکټر غني) او مخکینې ولسمشر حامد کرزي د شاه امان الله خان غازي د ننګ مډالونه په ډیر ټیټ سره باندی د بهرنیو پوځیانو د قومندانانو په اوږو ورټومبل، هغوی چې زموږ په هیواد کې د افغان ولس په ضد جګړه کوي.

د لویدیز له عینکو، د لویدیز له غوښتنو سره سم، د میرمنو د حقونو په برخه کې ستاسي او ستاسي د میرمنې ځانګړې هڅې فوق العاده دي، چې تاریخ به داهم ولیکي.

تاریخ لیکي  چې د مخکینې ولسمشر کرزي میرمن کله هم د افغان دود او کلتور مخالف حجاب کې حتی د میرمنو په ټولنه کې هم ونه لیدل شوه.

د حکومت مشره! دلته تاسي هم دا امتیاز لرئ، چې میرمن رولا غني په کابل کې د سړو او کله د میرمنو په لویو غونډو کې، او کله چې تاسي ته د ارګ چارې سپارل کیدی، په اوږدو لویو کابلي کالیو کې لیدل کیږي، هغه چې پخوا یې د لویدیځ جامه درلودله.

غازي امان الله خان چې پوه شو چې ولس ورڅخه فاصله ونیوله، هغه د خپل ولس په وړاندي جګړه ونه کړه، د لوی کندهار او غزني خلکو د هغه د ملاتړ لپاره وسلې را واخیستلي، مګر غازي امان الله خان ورته وویل چې د واک د ساتلو په خاطر خپل افغان ولس نه شم قرباني کولای.

غازي امان الله حتی د حبیب الله خان کلکاني (بچه سقاو) په مقابل کې هم د لوی کندهار او غزني د خلکو له قربانیو څخه ډډه وکړه، او د افغان وژلو دسیسې ته یې دوام ورنه کړ.

تاریخ به ولیکي چې تاسي د نیم حکومت (۵۰٪) واک د ساتلو لپاره په تیرو دریو کلونو کې  دواړو لورو (حکومت او طالبانو) ته په لسګونو زرو افغان ځوانان او ماشومان د خپل واک ساتلو لپاره قرباني کړل.

موږ په خپلو پورته ژمنو دريږو، که تا د غازي امان الله خان له کارونو یو هم وکړ، لومړنی او یا وروستی، داچې امریکایې پوځیانو ته له هیواده د وتلو جرئت وکړئ او یا خو د خپل لړزیدلي واک لپاره د افغان بچيانو سرونه قرباني نه کړئ، د پردیو هیوادو د ګټو لپاره د افغان میرمنې په نېمه شپه کې په ژړا نه کړئ.

د حکومت مشره! د نړۍ او هیواد ګردو تاریخونو لیکلي چې خدای بخښلی موسی شفیق د شوروي پلوو افغان کمونسټانو لخوا له دي امله شهید کړلای شو، چې هغه د هیواد په ازادي مین لومړی وزیر وو. شفیق د خپل هېواد له دودیز تعلیمي نظامه نړۍ ته ووت، تمدن یې ولید، بېرته راغی همدې خوار ولس ته، د همدې ولس له ارزښتونو لپاره یې مبارزه وکړه او پای یې قرباني هم شو.

موسی شفیق چې په ۱۹۷۲ کې د ظاهر شاه له خوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، ایران سره د اوبو او پاکستان سره د پولې په څېر لانجمنو موضوعاتو ته یې لاس واچاوه. شفیق زړور رهبر و، د سختو تصمیمونو جرئت یې درلود.

ولسمشره، پوهېږو، ته چې د امریکایانو یوه ړنده بمباري نه شې غندلی؛ نو د امنیتي تړون د الغا بحث به چېرته پورته کړای شې؛ خو شفیق داسې نه و، شفیق سختې پرېکړې کولې، شفیق چې ایران سره د اوبو ربړه حل کړه، هغو عناصرو په کابل کې شفیق ته د اوبو خرڅوونکي خطاب کاوه، چې نن ستا په غېږ کې ناست دي او ټول نظام یې په ولکه کې دی.

د حکومت مشره! فکر مه کوه  چې د خلکو تاریخ هیر دی، تاریخ لوستل شوې او راتلونکی تاریخ لیکل کیږي.

۲۳م روژه مات ( ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۶/ ۱۸ جون ۲۰۱۷)  ته ارګ ته د مدني ټولنو استازي ورغوښتل شوې وو، د حکومت مشر ورته وویل چې :  «د غازي امان الله خان او موسی شفیق ناتمام د هیواد د پرمختګ څپرکی به بشپړوم.»

ډاکټر غني  ونشو ویلای  چې د غازي امان الله خان او موسی شفیق د هیواد په ازادۍ او خپلواکۍ مینو افغانانو په قدم به قدم ږدو او هیواد به له پردیو بهرنیو پوځیانو خلاصوو.

د حکومت مشره! سوله اړینه ده، د بهرنیو پوځیانو په شتون کې سوله ستونزمنه ښکاري، ښه به وي چې سولې ته د رسیدو په اساسي او بنسټیزو شرایطو فکر وکړئ. که رښتونې سوله دي وکړه، زما اتل یې، زما ورک غازي امان الله خان یې.

حکومت مشره! کله چې داسي وخت راشي چې ستاسي وخت او ورځ نور په کابل کې نه تیريږي، او بیرته امریکا ته ځئ، بیا به د سولې چانس ونه لرئ، هغه وخت به ارمان کول کومه ګټه هم ونلري، او داهم یاد ولرئ، چې طالبان د دې خاورې بچیان دي، او هغه به یوه ورځ خامخا د خپل ولس د غوښتنو سره سم  ښارونو ته راځي.

د حکومت مشره! د کابل پوهنتون د دیوال په قرارداد کې هم د لکونو ډالرو د فساد له امله ویل کیږي هغه وخت کې ستاسي د فساد دوسیه لویې څارنوالي ته لیږل شوې وه، چې د امریکا سفارت د مداخلي له کبله هغه همهلته ورکه شوه، او بیا چې تاسي واک ته ورسیدلئ، هغه څارنوالان د یادې فساد دوسیې قرباني او له دندو وشړل شول.

حکومت مشره! تاسي وویل چې : «په  تېرو لسو ورځو کې مې له ۳۰۰۰ هېوادوالو سره وکتل».

 یعني په یوه ورځ کې مو له ۳۰۰ کسانو سره کتلي،  که مو له هر کس سره جلا جلا لیدلي وي، او هر کس  ته مو لس دقیقي وخت ورکړی وي، نو په یوه ورځ کې مو ۳۰۰۰ دقیقي خبرې له خلکو سره کړي چې  هره ورځ پنځوس ساعته یواځي تاسي ولسي خلک لیدلي، داچې نور مو څو ساعته کار کړي، که هغه وخت هم ورزیات کړو، نوستاسي کاري ورځ تر ۵۰ ساعته اوړي، حال داچې د نړۍ په ټولو هیوادو کې کاري ورځې ۸، ۱۲، ۱۸ ساعته وي، او شپه او ورځ بیا ۲۴ ساعته کیږي.

او  یا دا چې په ډله ییز ډول مو له خلکو سره لیدلي،  بیا خو نو یواځي تاسي  خپلې خبرې ورته کړي ، د هغوی نظریات به مو ډیر لږ او یا خو نه وي اوریدلي، که ډله ییزه لیدنه وي، بیا  نو په یوه ورځ کې سړی لسګونو زرو کسانو ته هم وینا کولای شي.

د حکومت مشره! تاسي وویل چې: «زه دلته د ښځو، ځوانانو او بېوزلو په رایو راغلی یم او هیچا سره شخصي مناسبات نه لرم، د افغانستان دښمنان یو قوي دولت نه غواړي، د افغانستان قوي ټولنې لپاره قوي دولت په کار دی اوژمنه کوم چې د کابل ښار ټول بند سرکونه به خلاصوم، خو تاسې به راسره دریږئ.»

دابه درسره ومنو چې تاسي ته نږدې ۲ میلیونه خلکو رڼې رایې درکړي، مګر تاسي ته د رایه درکوونکو ښځو، ځوانانواو بې وزلو په رایو ولې له ډاکټر عبدالله سره معامله وکړه، تاسي خپله قوي حکومت ونه غوښت او حکومت مو وویشي، په لوی لاس مو سهامي شرکت ورڅخه جوړ او یو کمزوري دولت مو تشکيل کړ.

حکومت مشره! ودي ویل : «کله چې جمهور رئیس شوم تاسې داسې تصور کولای شوای که د تورخم لار بنده شي کابل کې دې خلک ډوډۍ پیدا کړای شي؟ ما دوه کاله منځنۍ اسیا سره د اړیکو په جوړولو کار وکړ، کله چې د تورخم دروازه تر میاشت ډېره بنده وه، په مونږ یې یو فیصد اغېزه هم ونکړه. دا زمونږ د اقتصادي خپلواکۍ او ښېرازۍ ثبوت دی.»

مګر تاسي ته لکه چې د سوداګرې وزارت کارکوونکو نه دي ویلې چې د طالبانو د نظام پر مهال پاکستان په افغانستان اوړه بند کړل، طالبانو له ترکمنستان سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، هغه کال غنم او اوړه دومره زیات وو، چې تر بل هر کال ارزانه وو.

مګر تاریخ داهم لیکي، چې ستاسي په وخت کې پاکستان د تورخم دروازه رسمې پرانیستله، ستاسي په وخت کې پاکستان د چمن دروازه رسمې کړه، ستاسي په وخت کې پاکستان د بولدک د کلیو سر شمېرنه وکړه، ستاسي په وخت کې د ډیورنډ په کرغیړنه لیکه خندق وایستل شو، او دافغانستان لورته پرې اغزن تار هم ولګول شو.

ستاسي په وخت کې پاکستاني چورلکو او پاکستاني پوځیانو د افغان پوځیانو سره په ګډه د ننګرهار په ځینو سېمو کې جنګې عملیات وکړل، ستاسي په وخت پاکستان ته استخباراتي معلومات ورکول شول، او ستاسي په  وخت کې پاکستان  ته افغان پوځیان د روزنې لپاره واستول شول.

حکومت مشره! د منځنۍ اسیا اړوند خبرې هغه وخت کوه چې د روسانو او امریکا اړیکې سمې شي، تر څو چې د روسانو او امریکا اړیکې کړکیچنې وي، نه ښکاري چې تاسي ته دي په منځنۍ اسیا کې ښه راغلاست وویل شي.

ولسمشر غني وویل : «دوه کاله مخکې د نظام د بقا سوال مطرح و. ټولو د سقوط نارې وهلې. ایا چا دا ویل چې ملي ځواکونه به هېواد وساتي؟ د ګردي میزونو خبرې مو در په یاد کړئ. نړۍ له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې وه. ایا چا دا اټکل کولی شو چې مونږ به  له وارسا او بروکسل کنفرانسونو ۱۵ ملیارده ډالر راوړو؟ دښمن دا نشي زغملی.»

حکومت مشره! پوهیږي چې د امریکا درانه له شره ډک لاسونه درباندي پراته دي، که نه د ولسې جرګې هغه خبره دریادوم چې د روښنایې غورځنګ ستر لاریون ارګ ته نږدې وو، د ولسي جرګې وکیل وایې چې له ویرې مو ضعف کړی وو. او د تيښتې لاره مو لټوله، مګر د امریکا سفارت ډاډ درکاوو. اوس هم چې د امریکا سفارت، امریکايې پوځیان درسره نه وی، کیدای شي، ستاسي نظام ډیره بقاء ونه لري.

د کندز دوه ځله سقوط مو له یاده وتلی، د هلمند له موسی کلا څخه د افغان عسکرو د لواء شاته کېدل او وسایل یې طالبانو ته پاتې کېدل مو له یاده ووتل، د بدخشان ۲۰۰ تنه پوځیان چې طالبانو ته له خپلو وسلو او مهماتو سره تسليم شول، له یاده مو ووتل، د هملند، ارزګان او فراه د مرکزونه محاصره چې بیا امریکایې الوتکو ماته کړه، او له یاده مو وتلي چې په همدې اونۍ کې طالبانو د ارګ څخه نږدې ۲۵ کیلومټره لیرې ستا د پلرنې ټاټوبې لوګر څخه کابل ته لویه لاره کې ولاړ او په ساعتونو یې هلته تالاشي کوله.

د نړیوالو خپلواکو ادارو، د امریکایې مشهورو ورځپاڼو او سیګار راپورونه مو لکه چې له یاده ووتل، چې د هیواد ډیره خاوره د حکومت له واکه وتلي ده.

له وارسا او بروکسل غونډو  چې هر څومره ډیر ډالر تاسي ترلاسه کوئ، هغه یواځي د افغان ولس د وژلو لپاره درته راځي، دا نو د ننګ نه ، بلکې د پېغور خبره ده، چې د خپل ولس د وژلو لپاره له امریکا او ناټو پیسې ترلاسه کوئ، او بیا فخر هم کوئ، کاش چې همدا پیسې مو د سولې په لاره کې لګولې وای.

تاسي وویل چې : ((ډېر ځوانان مې و ګومارل، ماته داسې اداره په میراث پاتې وه چې د خدمت فرهنګ پکې نه و.))

د حکومت مشره! کوم ځوانان؟ هغه چې په بهرنیو هیوادونو کې یې زده کړې کړي، او له راتګ وروسته به خامخا د کوم هیواد سپارښتنه د دندې اخیستلو لپاره ولري، موږ ډیری داسي  د ماسټرې او دکتورا ځوانان لرو، چې د دندې د نه پيداکیدو او مایوسې له امله غیر مسلکې کارونه کوي.

د حکومت مشره! تاسي د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان هغه ځوانان راته وښیاست چې د لیاقت پر بناء مو دندې ورکړي دي.

او رښتیا هم تر ټولو ډیر خدمت دي د ځوانانو په برخه کې دا وکړ چې نږدې دوه لکه ځوان افغان استعدادونه ستا دواک په وخت کې له هیواده وتښتېدل.

او یو میلیون افغانانو ته د کار پېداکولو پر ځای دي، تر یو میلیون زیاتو افغانانو څخه دندې واخیستلي.

ولسمشر وویل چې: ((ملي یووالی مو تر برید لاندې دی، ملي یووالی و ساتئ او خلک مه ناامیده کوئ.))

د حکومت مشره! د ملي یووالي بنسټونه یو ځل د ډاکټر نجیب الله وخت کې ړنګ شول، چې قومې ملیشې یې جوړي کړي، د شمال په استازیتوب یې د قومې ملیشو مشر ستاسي لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم او په جنوب کې د قومي ملیشو مشر یې ستاسي د هملند د جګړې اوپراتیفي مشر جبارخان وو.

دادي تاسي هم د ملي یووالي بنسټونه ونړول، حکومت مو په دوو برخو وویشی، نېمه حکومت مو شمال ټلوالي ته وباخښه، او نیم حکومت مو د نورو قومو په منځ کې وویشی، چې دي ډول د سیاسي ویش او سیاسي معاملي حکومت ته کله هم د ملي یووالي حکومت نه ویل کیږي.

ستاسي د متوازن  انکشاف دعوي اړوند یواځي د پکتیا د مچلغو بند درته یادوم، چې ولي مو د هغه بند پروژه لغوه کړه،  او داچې د پکتیکا یادونه مو وکړه، کومې پروژې هلته شوې او یا تر لاس لاندي دي؟

د چین سره د ښو اړیکو موږ منو، خو د لوګر د عینکو د مسو قرارداد چې کلونه پرې تیر شوې، ولي چینایې انجنیرانو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي، ولي ورته امنیتې ستونزې جوړیږي، دا څه ډول ښه روابط دي، څه ډول اقتصادي پرمختګ دی، چې قرارداد شوې د هیواد په کچه لویه پروژه نه پېل کیږي او دنورو پروژو په اړه راته ویل کیږي.

او د چین هیواد د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې دادي چې افغانستان ته د امریکایې زیاتو پوځیانو لیږل په سېمه کې کړکیچ زیږوي، د سولې په مخ کې خنډ جوړیږي.

او حکومت مشره! هغه د هند څخه راتلونکی اورګاډي ولي معطل دی، څه پېښه وشوه، چې هغه یوځل راتګ وشو، او بیا افغان سوداګرو ونه لیدی؟

او حکومت مشره! هغه د چابهار بندر څنګه شوه، هلته د افغان سوداګرو مالونه څه شول؟

او حکومت مشره! هغه د سالنګ دویم تونل، د اقینې بندر او ټوټاپ پروژې څه شوې؟

او حکومت مشره! د مخابراتو ۱۰ سلنه محصول دچا جیبونو ته لویږي؟

او حکومت مشره! د ننګرهار، هرات، شیرخان بندر او هرات د ګمرکونو غلا شوې پیسې د کومو چارواکو ترمنځ ویشل کیږي.