ښاغلی محترم محمد عارف رسولي د ۲۰۱۷م. کال د جون میاشت په څوارلسمه نیته کې، د "هغه خبیثه دایره چې افغانان پکې راګیر دي، خو نه ورباندې پوهیږي" تر عنوان لاندی مهم نکات، مهم موضوعات او مهمو مباحثو ته اشارات، تاکیدات او هم یو لږ توضحیات او سپارښتنې لری، چې نه یوازی دقدر وړ ګنل کیږی، بلکی یو ښه سالم ټولنیز بحث لپاره یو دول بنسټیز زمینه برابروی!
منابع:
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/rasoli_m_arif_khabisa_arwah.pdf
او یا:
http://www.tolafghanistan.com/هغه-خبیثه-دایره-چې-افغانان-پکې-راګیر-دي-خو-نه-ورباندې-پوهیږي/
---------------------------------------------------
ښاغلی محترم محمد عارف رسولي دخپل لیکنی په سریزه کې لیکی:
"د هیواد اوسنی حالت هر با عزته او با ایمانه افغان ژړوي. که تاسو ګوری افغانان د ستونزو د ریښه ییزو لاملونو په ځای په علامو پسې سرګردانه دي. زیات یې د خپل دولت د ماتیدونکي حالت په عواملو، دا چې څنګه له دې حالت څخه راوتلای شو، په لنډ مهال، منځ مهال او اوږد مهال کې موږ ته څه کول په کار دي پوره پوهه او تجربه نه لري. موږ یو پر بل زیاتې نیوکې کوو خو د حل لارو په هکله زیات غور او څیړنه، علمي بحث نه کوو، یو بل ته پوره غوږ نه ږدو او حال مو ورځ تر بلې خرابیږي. په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د موضوع په هکله یو څه روښانتیا رامنځته شی."
تبصره: ښاغلی محترم محمد عارف رسولي دخپل لیکنی په سریزه کې لیکی دهیواد اوسنی حالت په لنده، اما درسته وجه تشریح او توضیح کړی دی او هیڅ دول کمبودی د ښاغلی رسولي په سریزه اظهاراتو کې نه لیدل کیږی. همدا لند لیکل یی هم یو علمی میتود یوه علمی طریقه څرګندوی!
پس له سرریزه څخه ښاغلی رسولي د "یو څو تعریفونه چې په لیکنه کې زیات مهم دي" تر مینځنی عنوان لاندی پنځه مهمو مسایل او موضوعاتو باندی، په ښکُلی او دقیق دول، اشارات لری چې د ټولنیز نظم، عامه منافعو او شه حکومتداری لپاره خورا مهم او اساسی مسایل او موضوعات ګنل کیږی،
دا پنځه مسایل او موضوعات په لاندی دول دی:
۱. لمړی موضوع بنسټ (نهاد) یا (Institution)، او هم د بنسټیز (نهادینه ) کیدو معیار مَسَلَه لپاره تخصیص ورکړل شوی ده، او په دی هکله ښاغلی رسولي داسی لیکی:
"بنسټ (نهاد) یا (Institution) له رولونو، پالیسیو، قوانینو، رواجونو او کړنو څخه عبارت دی چې ټاکي څنګه ټولنې فعالیت وکړي.
د بنسټیز (نهادینه ) کیدو معیار دادی چې په هره کچه یو ارزښت بنسټیز شي په همغه کچه خلک ورڅخه ننګه کوي، که یې څوک یې ورڅخه اخلي او یا تاوان وراړوي نو خلک ورسره مقابله کوي. موږ په ټولنو کې داسې ښکارندې پیژنو چې بنسټیزې شوې او کله چې کوم چا هڅه کړې هغه له ټولنې واخلي په ځان او مال یې ورسره مقاومت کړئ دی. خو داسې تپل شوې مسئلې هم لرو چې هر څومره هڅه شوې ده، له زوره کار اخیستل شوی دی، خلکو ته د منلو نه وې. په ځینو ملکونو کې د قانون حاکمیت بنسټیز شوی او که څوک یې ورڅخه اخلي خلک ورڅخه ننګه کوي. داټولنې تر ټولو بریالۍ دي."
تبصره: سره له دی نه چې ښاغلی محترم عارف رسولي، لکه چې له نوم یی څرګنده دی، چې هم ماشاالله عارف دی او هم یی رسولي دی، خو سره له دی نه هم باید د دی مقبولو او علمی جملات زمونږ ټولنیز بحث او یا زمونږ ټولنیزو بحثونو لپاره سر خلاصه شی، یعنی د ښاغلی عارف رسولي دا مقبولو او معقولو علمی جملات دلته په لاندی دول لا اقل، یو لږ د تعبیر، تفسیر او هم د تشریح او لاندی نیول کیږی:
الف: بنسټ (نهاد) یا (Institution) څه دی، او په څو دوله دی؟
یو داسی موسسه ته وایو، چې ټولنیز عام المنفعه او یا هم فرد محوره ګتی په سیمو کې فعالیت وکړی.
لمړی خو باید دلته ذکر شی، چې، زمونږ د دی لند او مختصر تعریف په اساس همداسی چې د یو هیواد دولت پخپله یو بنسټ یو(نهاد) یا یو (Institution) وایوو، په عین زمان دولتی بنستونو ته چې یو مشخص وظیفه او یا یو مشخص دنده لپاره تخصیص ورکړل کیږی، هم ورته یو دولتی بنسټ (نهاد) یا (Institution) وایوو!
بیا باید دلته تذکر صورت اخلی چې زمونږ د همدا لنده تعریف پر اساس نه یوازی چې یو کورنی، یو وړکتون، یو ښونځی، یو پوهنتون ته یو بنسټ یو(نهاد) یا یو (Institution) وایوو، بلکی کتابتون، مسجد، د رادیو تلویزیون بسټ او همداسی زر ها و نورو موسساتو ته چه ټولنه او یا هم حتی یو فرد ته خدمات ارایه کوی، خپل یو منظم، اصولی او قانونی خدماتی نظم او سیستم لری، بنسټ (نهاد) یا (Institution) وایوو!
دلته په پوره وضاعت پکشی تاکیدوو، چې، نه یوازی د یو هیواد دولت ته، بلکی، یو کورنی، یو وړکتون، یو ښونځی، یو پوهنتون ته هم په پوره علمی وضاعت او دقت، بنسټ (نهاد) یا (Institution) وایوو!
د بنسټ (نهاد) یا (Institution) د دقیق علمی تعریف په هکله حتی په جهانی ادبیاتو کې هم د مختلفو علومو تر مینځ یو "د کلام وحدت" موجود نه دی، له دی کبله د ټولنیزو علومو او د اقتصاد علم په ادبیاتو کې یو لږ توپیرونو لیدل کږی: ټولنیزو علومو صرف او فقط عام المنفعه تاسیسات، عام المنفعه بنسټونه او یا عام المنفعه انیستیتوتونه د یو بنسټ (نهاد) یا (Institution) په حیث معرفی کوی، په عین حال کې د اقتصاد علم په خپل ادبیاتو کې فرد محوره موسسات چې د فردی منفعت، د فردی او شخصی ګتی پر د بنسټ (نهاد) یا (Institution) تر نوم معرفی کوی. دا چې تر کومه حده پوری دا داوړه تعریفونه تر مینځ یو مشترک وجه هم وجود لری، دلته زمونږ د بحث له محوری موضوع څخه لږ لیری پراته ده، دلته له بحث له اوړدوالی د جلوګیری په خاطر له هغه بحث څخه صرف نظر کیږی. مګر په هر صورت بهتره ښایی چې کله چې مونږ د یو عام المنفعه بنسټ (نهاد) یا (Institution) په هکله خبری کوو، د همدا عام المنفعه صفت څخه هم کار واخلو، تر څو زمونږ مطلب په دقیق تره توګه وضاحت حاصل کړی.
د بنسټ (نهاد) یا (Institution) یوه بله دول طبقه بندی، دری دوله صنف بندی معرفی کوی:
۱. دولتی بنسټونه، دولتی نهادونه، دولتی موسسات او یا دولتی انستیتوتونه.
۲. نیمه دولتی او نیمه خصوصصی بنسټونه، نیمه دولتی او نیمه خصوصصی موسسات او یا نیمه دولتی او نیمه خصوصصی انستیتوتونه.
۳. شخصی، فردی او یا خصوصی تجارتی بنسټونه، نهادونه، موسسات او یا انستیتوتونه.
ادامه لری.