د وردګو د شېخ آباد په رزینخېلو کلي کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو دري ماشومان شهیدان کړل او یوه ښځه سخته ټپي شوه

دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبې) مازدیګر مهال هغه وخت رامنځته شوه چې په کلي کې د یوه غره په سر په یوه دولتي پوسته طالبانو ډزې وکړې او جګړه پیل شوه، د پوستې په ځوابي ډزو کې طالبانو له سیمې پښې سپکې کړې او د پوستې لخوا د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوې چې د هاوان یوه مرمۍ په کلي کې د غلام حضرت په نوم د یوه کلیوال بزګر په کور ولګېده او د هغه یوازینی زوی ضیأالحق او دوه لوڼې یې شهیدان کړل او مېرمن یې سخته ټپي شوه، چې حالت یې د اندېښنې وړ دی. په یاده پېښه کې د غلام حضرت کور هم سخت زیانمن شوی دی. یاده د وي چې دوه کاله وړاندې د غلام حضرت ورور جلات خان هم چې یو بزګر و؛ له بازار څخه کور ته په لار و چې په سیمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې راګیر شو او ووژل شو. 

د پېښې له سیمې یو کس په تلیفون کې وویل، زموږ په سیمه کې هره ورځ همدا حال وي، طالبان او د دولتي پوستو عسکر سره بې هدفه جګړې کوي چې زیان یې یوازې موږ عام ولس ته رسېږي، موږ خپلو کروندو ته نه شو تلی، ماشومان مو مکتبونو ته نه شي تلی، هره ورځ مو ژوند په خطر کې دی، نه پوهېږو چېرته لاړ شو چې په ارامه یوه سا واخلو. حیران یو چې طالبان په دې څو ډزو چې زموږ له کورونو یې پر پوستو کوي څه ډول اسلام ګټي، عام ولس یې پر خپلو ناوړه کړنو تر پزې راوستی دی، پر پوستو د یو څو ډزو وروسته دوی چیرته پټ شي خو دولتي ځواکونه زموږ کورونه، جوماتونه او مکتبونه تر اور لاندې ونیسي. د خدای لپاره زموږ کورونه په هاوانونو ولي خو هېڅوک مو اواز نه اوري، چا ته وژاړو او له چا وژاړو. موږ له دواړو لورو تر پزې راغلي یو، یو هم نه غواړو. که هر یو مو خپلول غواړي باید د داسې ناوړه پېښو مخه ونیسي چې هره ورځ مو یې کلیوال د اور په تبۍ کېنولي دي. ددې پېښې عاملینو ته درنه سزا غواړو، څو په دې ډول یې مخه ونیول شي.  

پر ټولو هېوادوالو خپل مظلومانه غږ کوو چې زموږ غږ بدرګه کړئ څو د دولت او طالبانو د ویدو مسؤلینو تر غوږونو ورسېږي او فریاد مو واوري.