د ماشومانو د ساتنې سازمان او د اسیا د کډوالو د حقونو د شبکې لخوا د خپور شوي راپور په اساس د جنوب ختیځې آسیا په توقیف خونو کې په زرګونو کډوال ماشومان په خطرناکو او خواشینوونکو حالاتو کې ژوند کوي.

د پنجشنبې ورځې په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د تایلینډ، مالیزیا او اندونیزیا حکومتونو د ۲۰۱۶م میلادي کال تر پایه له ۲۳۰۰ څخه زیات کډوال او پناه غوښتونکي ماشومان په خطرناکو توقیف خونو کې بندیان کړي.

راپور وایي، یاد هیوادونه د میانمار، بنګله دیش او افغانستان کډوالو لپاره چې استرالیا ته په مهاجرت ځي یوه ترانزیتي لاره ده، خو ډیری وختونه دغه کډوال خپل منزل ته نه رسیږي او په نیمه لار کې د یادو دریو هیوادونو لخوا ونیول شي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان مشر مایک ناول وایي، د ماشومانو سره باید دغه ډول چلند ونشي او د هغوی حقوقو ته په درناوی هیوادونو باید د ماشومانو توقیف په بشپړ ډول له منځه یوسي او پر ځای يې کډوال ماشومان په اجتماعي خیریه ټولنو کې وساتي او یا هم رضاکارو کورنیو ته د سرپرستۍ لپاره ورکړي.

همداراز نوموړي د استرالیا د ماشومانو د مهاجرت پالیسۍ په اړه وویل، "مونږ خوښ یو چې په دې وروستیو کلونو کې د استرالیا حکومت له خپلو توقیف خونو څخه ټول کډوال ماشومان ویستلي دي، خو بیا هم مونږ له استرالیايي حکومت څخه غوښتنه کوو چې په خپل هغه قانون بیا کتنه وکړي چې په ځینو حالاتو کې د دغه هیواد امنیتي چارواکو ته د کډوالو ماشومانو د توقیفولو اجازه ورکوي."