د استرالیا لومړې وزیر مالکم ټرنبل وایي د استرالیا ملي ارزښتونو او روانو حالاتو ته په کتو حکومت یې په پام کې لري د مهاجرت پالیسي نوره هم تقویه کړي.

نوموړي دا خبرې وروسته تر هغې وکړې کله چې څرګنده شوه چې په ملبورن ښار کې د تیرې اوونۍ د تروریستي برید ترسره کوونکې یعقوب خیري استرالیا ته د مهاجرت په ویزه راغلې وو.

یعقوب اصلآ سومالیايي وو چې په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د ۷ کلنۍ په عمر د خپل نیا او نیکه سره یوځای د کینیا هیواد د سومالیایي بې ځایه شوو وګړو له یوه کمپ څخه استرالیا ته راغلې وو.

چې بیا په ۱۹۹۶م میلادي کال کې د استرالیا د هغه وخت حکومت نوموړي ته د استرالیا تابعیت ورکړو.

سرچینې وایې په ۲۰۱۰م میلادي کال کې یعقوب او ورسره دوه نور کسان په سیډني ښار کې د استرالیايي پوځ په بارکونو د احتمالي برید د ترسره کولو په تور ونیول شول. خو یعقوب په دې نیږدیو کې په ضمانت له زندانه خوشې شو.

د استرالیا لومړی وزیر مالکم ټرنبل وایي، "دا چې خلک په اسانۍ استرالیا ته د داسې افکارو سره راځي چې زمونږ بېګناه هیوادوال ووژني، دا ښکاره کوي چې زمونږ د مهاجرت په پالیسۍ کې کمزورتیا شته او باید تقویه شي."

همداراز نوموړي وویل، "د تیرې اوونې تروریستي برید وښودله چې د مهاجرت د پالیسۍ په سختولو کې مونږ کوم تبعیض نه دې کړې بلکې د موجوده ګواښونو پر بنسټ مو پریکړه کړې."