د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه له ټاکل کیدو اوه ورځې (د جنورۍ په ۲۷مه) وروسته یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې په ترڅ کې د اوو اسلامي هیوادو په وګړو د امریکا خاورې ته د ننوتو بندیز ولګید او هغوی یې امریکا ته له ورتګ څخه منع کړل. 

د ټرمپ دغه ګام ته د نړۍ مشرانو تُند غبرګونونه وښوده او هغه یې په سختو ټکو وغانده او هغه یې له تبعیضه ډک عمل وګاڼه. حتی تر دې کچې چې د امریکا دننه خلکو د دې کړنې په غبرګون کې مظاهرې او لاریونونه په لار واچول  چې ځینو یې لا د مسلمان په توګه ځانونه راجستر کړل.  

خو پوښتنه دا ده چې ولې د اسلامي نړۍ مشرانو د ولسمشر ټرمپ د دغه ګام په وړاندې باالمثل  ګام اچت نه کړ او ولې په لویه کچه و نه غانده؟  

په نړۍ کې  ۵۷ اسلامي هیواده  دي او د مسلمانانو شمیر تر ۱،۷میلیارډه اوړي، خو ټرمپ دغه ۵۷ پنځوس ملکه نالیدلي نیسي او دغه ۱،۷ میلیارډه خلکو په کیسه کې هیڅ نه دی. ولې ټرمپ دغه کار د نورو هیوادو په وړاندې و نه کړ؟ د غرب او شرق مشرانو دغه کړنه و غندله خو د اسلامي نړۍ مشران او د اسلامي کنفرانس سازمان خو لا په ژمني خوب ویده دی. دلته څو ستر عامله دي چې د دې چُپتیا باعث شول: 

د اسلامي نړۍ چارواکي په ټوله کې د مشروعیت له بحران سره مخ دي؛ هغه په دې معنا چې دوی د ولس په خوښه ځواک ته نه دي رسیدلي، بلکې د غرب په سیاسي-نظامي ملاتړ یې واګي تر لاسه کړي نو ځکه خو دغه جرئت نه شي کولی او چُپ پاتې شول. 

بله خبره دا ده چې له دغو مشرانو سره د ولس ملاتړ نه شته او دوی له دې ویره لري، که چیرې له امریکا سره په ټکر کې راشي، نو امریکا په ډیره آسانۍ سره کولی شي چې دوی له واکه لرې او کوم بل څوک یې ځای ناستی کړي، لکه چې په لیبیا، مصر او ټونس کې تجربه شول. 

دریم عامل یې دا دی چې، په اسلامي خاورو کې د ولس او چارواکو  تر  منځ ستر فکري واټن پروت دی. هغه داسې چې ولسونه مسلمان؛ خو نظام او چارواکي یې سیکولر دي، نو په همدې خاطر دی چې مشران یې د اسلام او اسلامي ارزښتونو په وړاندې هیڅ احساس نه لري. 

څلورم عامل دا کیدای شي چې، د اسلامي نړۍ چارواکي خپلې شخصي او د کورنۍ ګټې د امریکا په ګټو کې ویني، او په دې باور دي چې د امریکا د ګټو خوندیتوب؛ د دوی د ګټو د خوندیتوب په معنا ده؛ نو ځکه خو د ټرمپ په وړاندې چُپ پاتې شول. 

او وروستی عامل یا سبب یې له امریکا څخه ویره ده؛ دغه چارواکي له امریکا او د هغې له مادي ځواک څخه  دومره ویره لري چې، نعوذ باالله! له خبل رب څخه یې هم نه لري. کنه یوازې عربي نړۍ که خپل تیل او ګاز په امریکا بند کړي، نو د امریکا ټول جنګي او صنعتي ماشین به، په ټپه و دریږي؛ خو دوی له ویرې دغه جرئت او شهامت نه شي کولی. 

 

نو دې همدغو پورته دلایلو له مخې وو چې دوی چُپ پاتې شول او ټرمپ هم په ډیره بې باکانه ډول دغه ګام اچت کړ. خو جالبه د اسلامي نړۍ د مشرانو چُپتیا او  د دوی په ځای، د غربي نړۍ د مشرانو تُند غبرګون جرئت وو چې د ټرمپ دې اقدام په ضد یې وښود او  هغه یې په سختو ټکو  وغانده.