دزنبق بم او دجمعه لاریون له یوه آدرسه
هر هغه انسان چی ضمیر ولرې د بیګناه کسانو وژل او زخمی کول په کلکه غندي ، د شهیدانو او زخمیانود کورنیو سره دزړه له کومی غمرازي څرګندوم . شهیدانو ته د الله تعالي په دربار کی د جنت او دزخمیانود ژر روغتیا غوښتنه کوم .
اسلام خپلو پیروانو ته د بیګناه وګړو د وژلو او هغوی چي په جنګ کي نه وي د وژلو او ځورولو څخه په کلکه منعه کوي . دغه ډول دهشت او وحشت هغه څوک کولي شي چي دخپل ولس د ملي یووالي د شیرازي د له منځه وړلو موخي او اهداف ولري ، د سولی او امن دقیام مخالف وی اوپه پردیو استخباراتي کړیو پوري نښتي وي .
په داسي حال کی چي دا ډول پيښي په کلکه غندم ، د ټولو ولس څخه غواړم چي د جنګ په خلاف سره لاسونه یو کړي او دسولي او امن دغه اوسني پروسه چي په پوره قوت سره مخته روانه ده ملاتړ يی و کړي ،
همدا راز :
په داسي حال کی چي د بیان د ازادۍ او دخپلو حقه حقوقو د غوښتنو له پاره د مدنی ټولنو ، صنفي اتحادیو، سیاسي ګوندونو او.... د مظاهرو او غونډو جوړولو د ملت مسلم حق دي ، او دا د ټولو انسانانو طبیعي او منل شوي حق دي ، خو د تیری جمعي د ورځی په مظاهرو او غونډو کی چي په کي ۶ کسه نور مظلوم وطنوال ووژل شو، دا د خواشیني خبره ده او دغه ډول مظاهري چي د یو لړ خپل غرضه او خپل پالو په واسطه د نورو دسپکاوي په خاطر په لاره اچول کیږی او په کي د افغانستان دورونو قومونو ترمنځ د دښمنئ او عصبیتونو د راپاریدو سبب ګرځي ،او یا هم په کي په دولتي مؤسساتو وسلوالی حملی کیږی او دولتي او ملی مؤسساتو او شتمنیو ته په کي زیان رسیږي او پخپله د مظاهره چیانو دمرګ ژوبلي سبب ګرځی د منلو وړ ندي او عاملین يی هم معلومدار کسان دي نو ددولت او دامنیتي ځواکونو څخه خلک غواړی چي متخلفین تشخیص او دمحاکمی میز ته يی را کش کړي .
دا حادثه ولی او د چا په وسیله رانمنځ ته شوه باوجود ددی چی لا وختي ده چی عاملین دقیقا“ مشخص شي خو قراین د جرم چی د موثقو منابعو تر اوسه ترلاسه کړې د چهارشنبې چاودنه او د جمعې لاريون له یوه ادرسه دي
( مالومات کره دي، تر پايه يې ولولئ)
ارتباطات:
د ملي امنيت يادښتونه وګورئ په ضمانت سره دا اسناد په کې شته چې احمد ضيا مسعود او زوى يې له اى اس اى سره دوامداره اړيکې لري.
تر چاودنې دمخه لس ورځو کې د ايران سفارت کمرې چک کړئ په دغه ورځو کې لطيف پدرام خپله او د امرالله صالح يو با صلاحيته استازى درې ځلې ياد سفارت ته راځي.
د پاکستان سفارت له لارې اى اس اى سره اړيکه د ضيا مسعود مسئوليت وي.
دلايل: د ضیا مسعود ګوښه کیدل له غیر قانونی بست څخه ، دسولی اړوند اولین کنفرانس د افغانستان ددولت په ابتکار ، دروس ،ایران او پاکستان ګډ دریځ د امریګا ، ناتو او افغان دولت په ضد چی په طبعي ډول ددوی داخلی مزدوران هم خپل جهت بدل کړ چی بعضی له خپلو پوستونو ګوښه او بعضی يی بهر ته تبعید شول ، د ښاغلي حکمتيار راتګ، د ايران پر وړاندې دده څرګندونې، د نظام څخه دده ملاتړ خاصتا“ د قوي مرکزي نظام ، د حامد کرزي او ولسمشر غني تر منځ د اختلافاتو راکمېدل او حتى د کرزي له لوري حاکم ټيم ته د اطمينان ورکول، د ايران او پاکستان انزوا په نړېوالو انظارو کې او د ترهګرۍ په ملاتړ کې ددوى افشا کېدل او بلاخره د شوراى نظار قسمي انزوا په نظام کې دا او دی ته ورته دلايل دا درې کړي ( پاکستان، ايران، نظار شورا) اړ باسي چې ګډ کار وکړي او د يوې بې نظمۍ په رامنځته کولو سره نظام تضعيف او حالات خراب کړي.
لارې چارې: درې واړه ادرسونه په دې لټه کې وي چې داسې يوه پلمه رامنځته شي تر څو پر بنسټ يې دوى وتوانيږي ټول سياسي مخالفين او حتى ولس په جمعي توګه سړګونو ته راوباسي او بلاخره ټول نظام وننګوي او ګټه يې صرف دغه درې ادرسونه ترلاسه کړي دادضيا مسعوددهغو څرګوندونو عملي بڼه ده چی څو اوني مخکی يي دولت ته اخطار ورکړ چی دمردمي خیزش له لاری به حکومت ړنګوي او موءقت حکومت به رانمنځ ته کوي کوم چی اوس يی شعارونه ورکوي
پايله کې اى اس اى له ترهګريزو ډلو څخه يو ځانمرګۍ چمتو کوي ايران يې د افغانستان دننه ترتيبات نيسي( د ټانکر راوتل د ايران له سفارت څخه وروسته له هغه چی له منفلقه موادو ډکیږي) او (پدرام، صالح، ضيا مسعود) د لاريون پر څرنګوالي کار کوي. چاودنه له قصده په وي اى پي سيمه کې او د مامورینو د راتګ په وخت کی کيږي تر څو د ملګي وګړو تلفات د ولس احساسات راوپاروي او د چاودنې د سيمې اهميت د حکومت ضعف وښيي.
تر چاودنې وروسته د لاريون د تنظيم ټيم واردمخه اماده وي، د لاريون مصارف يوازې ايران په غاړه اخلي.
ددوى احساساتي شعارونه يوه برخه مدني ټولنې او ولس هم له ځان سره ملګرى کوي، تمه کيږي چې د لاريون کوونکو شمېر به سلګونه زرو ته ورسيږي خو شپې مهال يو شمېر مدني ټولنې او ولس ددغه درې ادرسونو په شومو موخو پوهيږي او ملګرتيا يې پرېږدي چې له همدې امله شمېر سلګونو کسانو ته راښکته کيږي او د لاريون پر ورځ هم اختلافات ددوى په منځ کې بې نظمي او ګډوډي رامنځته کوي چې بلاخره ددوى د پلان لومړۍ برخه(چاودنه) بريالى خو دويمه برخه( ميليوني لاريون) ناکامه کيږي.

همداراز شکونه هغه وخت په یقین بد لیږي چی حوادث لږ نور هم دقیق وڅیړل شي
پرونۍ حمله او ننۍ مظاهره له یو آدرسه رهبري کیدله:
۱: آی اس آی ، د حقاني ډله
۲: د ایران سفارت
۳: د جمیعت غړی (میرویس یاسیني)
تانکر د یاسیني دشرکت
۴: د سقاویزم مذهب لنډه غر لارویان
٥: پدرام، ضیا، ناصالح او داسې نور د ایران رسمي جاسوسان
که چیرې دا مظاهره د یو اقلیت د بشپړ تعصب له مخې او دکودتاه مقصد نه وي نو نور څه کیدلی شي:
۱: د دولت اجرائیه رئیس ‌ډبل عبدالله ( اجرائیه څه معنی، اجرائیه د تر سره کوونکي په معنی، نو نوموړي کومه دنده د امنیت په پار تر سره کړې ده) د عبدالله انځور ته په مظاهره کې ولې اور نه اچول کیږي.
۲: د کورنیو چارو نالوستی وزیر جاهد سقاو ( نوموړی ولې استعفا نه ورکوي او ولې په دومره مهمه څوکۍ ناست دی) د دې لنډه غر د استعفا غوښتنه ولې نه کیږي او انځور ته یې په مظاهره کې ولې اور نه اچول کیږي، په داسې حال کې چې د ښارونو امنیت د نوموړي دنده ده.
۳: د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال، د کابل امنیه قوماندان، د پولیسو د لسمې امنیتي حوزې آمر، د حوزې له تروریزم سره د مبارزې آمر، د سیمه ئیز کنټرول آمر او د حوزې د دریم ټولي پولندویان ټول غیر پښتانه دي او د شوراي لنډ غرانو اعضا دي
نو که چیرې دا مظاهره له تعصبه ‌ډکه نه وي او د شریرو سفارتونو په اشاره د د لاسپوڅو غلامانو په شرارت نه تر سره کیږي، نو بیا ولې یوازې او یوازې د پښتنو مشرانو انځورونو ته اور اچول کیږي او پړه یې په پښتنو اچول کیږي ، پشتون قوم ته انتحاري او یهودي القاب ورکوي ، پدرام او ضیا مسعود ولی د نظام د چپه کیدو غوښتنه کوي بز د غم جان کندن قصاب د غم چربو کابل په وینو رنګ د کابلیانو مظلومانو جنازی لا ندي خښی شوي چی شورای چور و فساد د موءقت حکومت او ټاکنو غوښننی کوي ، د دې برید په تر سره کولو کې د جمیعت ګوند مخامخ لاس دی او اوس هم د ټبرونو تر منځ په نفاق اچولو سره غواړي له برید وروسته د دښمن دوهم پلان پلی کړي د سولی پروسه غواړي سبوتاژ کا او د سوله کنفرانس چی د حکومت په نوښت د جوړیدو لپاره يی تابیه نیول شوي غواړي ګډوډ کړي.
دولت په کار ده :
۱-د اظطراري حالت اعلان ، منعه د هر نوع غونډو تر امر ثانې
۲-د ولسي جرګی او مشرانو جرګی موقت تعلیق
۳- په امنیتي ارګانو کی ژور بدلون هغه چارواکي چی پخپلو وظایفو کی پاتی راغلی برطرف او په عوض يی په کارپوه او مسلکي کسان پرته له ځنډه و ګمارل شي
۴- ولسمشر باید د قانون اساسي مطابق له خپلو صلاحیتونو کار واخلی نور د کلبي او مقصود خبرو ته غوږ ونه نیسي
۵-د بلوا عاملین چی معلومدار دي باید دقانون منګولو ته وسپاري او د ملي خیانت په جرم اشد مجازات شي تر څو ددغه ډول غداریو مخه ونیول شي

ولسه قاتلین او جاسوسانو مو معلوم دی

نور اجازه مه ورکوي چی ستاسو په پاکو وینو سیاسي تجارت وکرۍ
نور د موءقتو حکومتونو او انډوخرونو دوران ندي اوس افغانستان دولسواکي په مسیر کی خپل ګامونه اخلي ټاکنی حکومتونه جوړوي تنها یو بد موډ لا هم شته هغه ایتلافي حکومتونه چی دا رسم هم بایدژر تر ژره ختم شي . اخرین تحلیل تر هغه چی د جمعیت او د شورای نظار د لنډه غرانو سلطه په مکمل ډول ختمه نشي ملت به د یوه اوږده فرسایشي جګړی په لمبو کی سوځي.