مهم ټکي:

 

·                    لمفاوي سيسټم، بدن له مضره موادو څخه ژغوري او د اضافي بين الجروي مایعاتو د ټوليدو مخه نیسي.

·                    د لمفاوي سيسټم ډيرى حجري هغه ليوكو سایټونه دي كوم چي دويني د ليوكوسایټونو په شان ورته ساتونكي رول لري.

·                    ټانسلونه، توری او دتايمس غده د لمفاوي سيسټم برخي دي دغه راز لمفاوي غوټي هم په لمفاوي سيسټم كي شاملې دي.

·                    لمفاوي سيسټم  او دوينې دوراني سيسټم مایعات په بدن كي جاري ساتي.

خو دواړه سیسټمونه ښکاره توپیر لري، داسي چي:

۱      لمفاوي سيسټم د زړه او رګونو په شان يو تړلی دوراني سیسټم ندی او يو مركزي پمپ نلري.

 

۲      لمفاوي سیسټم د نریو ديوال لرونکو  رګونو څخه چي رڼه مايع لیږدوي جوړ شوی دی.

·             لمفاوي سیسټم څلور مهمې او غټې دندې لري:

1-   لمفاوي سیسټم له هغو بين الحجروي مایعاتو څخه چي په بدن كي د حجراتو په شاوخوا جاري دي، اضافي او به او پروټینونه ټولوي او دويني جريان ته یې د لمف په ډول ورستنوي.

2-     لمفاوي سیسټم د وړو كولمو له هغو انساجو څخه چي كولمي یې پوښلي دي شحميات  دوینې دوران ته ورلیږدوي.

3-     لمفاوي سیسټم مايكرو ارګانيز مونه او اجنبي مواد له منځه وړي.

4-     لمفاوي سیسټم د مايكرو ارګانيزمونو او اجنبي موادو په وړاندې داوږدې مودې دفاعي څواک (معافیت) پیداکوي.