لمفاوي سیسټم :
لمفاوي سیسټم د ډيرو وړو او بندو څوکو لرونكو رګونو څخه چي ویښتو ته څیرمه رګونو په نامه ياديږي شروع كيږي چي دغه رګونه د بين الحجروي مايع او محيطي انساجو سره مستقيمي اړيكي لري.
هغه مايعات جي دوينې د جريان څخه خارج شوي او د حجراتو ترمڅګ تشو ځايو كي څای پر څای شوي او تجمع يي كړيوي د لمفاوي سیسټم پواسطه را ټوليږي او دويني دوران ته تخليه كيږي.
 واړه لمفاوي شعريه عروق سره يو څای كيږي او غټ لمفاوي رګونه جوړوي چي دغه لمفاوي رګونه د ځاګړو جوړښتونو  څخه چي د لمفاوي غوټو (lymph – Node) په نامه ياديږي تيريږي. لمفاوي غټ رګونه سره يو ځاي كيږي او دوه اساسي تخليوي قناتونه جوړوي كوم چي زيات مایعات د sub clavian vein د لاري دويني دوران ته داخلوي.
د مركزي عصبي سیسټم او قرنيې د انساجو څخه پرته د بدن ټول انساج لمفاوي سیسټم ته تشیږي.
لمفاوي سیسټم د لمفاوي شعريه عروقو، رګونو، غوټو، دAggregate  شوي كپسول لرونكو لمفاوي غوټو څخه( چي ټانسل، توری او  Thymus gland ياديږي) او د Aggregate شوي كپسول نه لرونكي لمفاوي نډولونو څخه تشكيل شويدی. 
تانسلونه په حقيقت كي د ستوني د ناحيي انساج دي.
لمفاوي نسج د انساجو  يو خاصډول دی چي د انساجو د اساسي ډولونو څخه ځانګړی شو يدی يعني لمفاوي نسج د Reticular Connective Tissue يوډول دي چي د ځانګړو ليوكو سايتونو (لمفو سايتونو) د زيات مقدار لرونكي دی.
 ټول لمفاوي جوړښتونه د زیات تعداد Reticular  حجراتو، فايبرونو او لمفو سايتونو لرونكي دي.
Aggregated (راغونډ شوي) بې كپسوله لمفاوي غوټي چي دوړو كولمو په اوږدو كي خپاره (Scattered  ) دي د انتي باډي ګانو د ترشح سره مرسته كوي.

یادونه:د لمفاوي سیسټم هره برخه په لاندې ډول په تفصيل سره تشريح کوو.
Lymph :
د وينې په رګونو كي د وينې فشار (چي د زړه د بطيناتو د تقلص له وجې منځته راځي) د شعريه عروقو څخه بين الحجروي خاليګا ووته د اوبو، وړو پرتينونو لكه البومين او نورو موادو د ويستلو باعث ګرځي چي دغه بين الحجروي مايع د بدن انساج تغذيه كوي او وينځي.
كچيري د بين الحجروي مايعاتو د تخليئي امكان موجود نه وای نو زيات بين الحجروي مايعات به د انساجو د پړسوب سبب شوی وای. اما د غه اضافي مايعات د بدن د انساجو څخه وړو لمفاوي شعريه عروقو او لمفاوي رګونو ته او بيرته د لمفاوي سیسټم دلاري دويني جريان ته په حركت كي دي.
د لمفاوي كپيلرو پداخل كي دغه مايع دلمف پنامه ياديږي. چي په انګريزي ژبه  ورته  clear water (رڼي اوبه) وایي.

د لمف حجرات او اجزاوي: بدن د يوه څخه تر دوه ليتره پوري لمف لري چي د بدن د وزن 3-1  په سلوكي جوړوي .
لمف وينې ته ورته جوړښت يعنې اجزا لري ليكن په لمف كي د ويني سري حجري(Erythrocytes ) او زياتره پروتينونه موجود ندي كوم چي په وينه كي شته.
لمفو سايتونه د لمفاوي مايع(لمف) حجرات دي چي د ويني د ليكو سايتونو ته ورته مدافعوي دنده اجراء كوي.
ليوكو سايتونه چي دويني په دوران كي پيدا كيږي او اساساً د ژغورنيزواو دفاعي دندو لپاره وي دهډوكوپه مغزو، لمفاوي غړو او غوټوكې جوړیږي.

مونوسایټ: مونو سايټونه د ليكو سايتونو يو ټولګي دی چې phagocytic  مكروفاژ حجراتوته د انكشاف وړتيالري او هغه مايكرو ارګانيزمونه، حجروي فضله مواد (Cell debris ) سرطاني حجرات او نور مخصوص مواد چي په لمف كي موجود وي بلع او هضموي.
 ټول مكروفاژونه Reticuloendothelial سیسټم پورې اړه لري. دغه حجرات په لمف، لمفاوي غوټو، د لمفاوي او ويني رګونو په ديوالونو كي په نښتي ډأول پيدا كيږي.
همدارنګه مكروفاژونه نورو حجراتو ته ځي او د هغو سره نښلي جې بيا د نسجي مكروفاژ يا Histocytes پنامه ياديږي.
Histocytes معمولاً د بدن په مختلفو څايونو كي موجود وي چي په څانګرو نومونو ياديږي لكه د سږو په ديوال كي د Alveolar Macrophages ، د څيګر په sinusoids كي د Kupffer Cells،  په پښتورګو كي د Mesangial phagocytes  او په توري كې د Littoral cells پنامه ياديږي همدارنګه د هډوكو ماغزه د دوی د موجوديت بل څای دي.
د معافيتي سیسټم د حجراتو دغه ګروپ غټ اجنبي ذرات راګير او تجريدوي ترڅو چي بلع يي كړي. د  walling off پروسه يعني (د راګيرولو او تجريدولو پروسه) په څانګړي څنډنيو انتاني حالاتو كي صورت نيسې لكه توبركلوز ترڅو چي د مايكرو ارګانيزم د خپريدو مخه ونيسي.

 لمفوسايټ: د ليكو سايټونو يو بل ټولګي د لمفو سايتونو په نامه ياديږي. چي دوه بنسټیزډولونه یي د B-lymphocytes او T-lymphocytes پنامه ياديږي.
Bلمفوسایټونه  plasma cells منڅته راوړي چي د خاصو اجنبي اجسامو په وړاندې څانګړي انټي باډي ګاني جوړوي او T-lymphocytes په اجنبي اجسامو باندي حمله كوي.
د انسان بدن تقريباً دوه تريلونه لمفو سايتونه لري چي د ژغورني د سیسټم شمزي ګڼل كيږي او د ژغورني اساس تشكيلوي.