پوښتنه:

راليږونکی :Sharif khan
نيټه : 18-11-2006

سلامونه مو اومنه زما هيبيتايتست Bناروغى وه دوايى مو اوخوره دوز مو فوره كرو اوس نور سه كول فكار دى دوا وه /ZEFIX tabمننه دجواب فه طمعه

 جده سعودى عرب

ځواب: ګرانه وروره سلامونه او نیکې هیلې مو ومنیء خدای دې وکړي چې لاندیني مالومات ستاسو پوښتنی ته ځواب ووایې.

دتور زیړي پیژندنه:دځیګر یو انتاني ساري ناروغي ده چې لامل یې هیپټایټس بي ویروس دی.

دخپریدو لارې:د HBV لرونکې وینې او د وینې د اجزاوو د تطبیق له لارې، په HBV  ککړو پیچکاریو او جرحي اوزارو دګډ استعمال له لارې،دجنسی نږدیوالي د لارې ځکه ویروس په لاړو،مني او مهبلي افرازاتو موجود وي او د ماشوم د پیدا کیدو په وخت کې له مور نه ماشوم ته.

هغه خلک په دوامدار ډول د رګ له لارې مخدره مواد او یا نور درملونه اخلي،د بډوډو هغه بیماران چې د وینې پاکول(Haemodialysis) ته ضرورت لري،د وینې بیماران(Haimophiolia,Thalacemia,Sickle cell Anemia…) چې په هرو څو میاشتو کې وینه اخلي او د جراحي او غاښونو ډاکټران او نرسان له ډیرې خطرې سره مخ دي.

کچیرې د یو کس بدن(وینې) ته د پورتنیو لارو نه د تورزیړي ویروس ورننوځي د ۱-۶ میاشتې وروسته لاندیني اعراض او نښې په ناروغ کې ښکاره کیږي.

زکام ته ورته اعراض،دپوزې بهیدل،ټوخې،بې اشتهایې،تبه،ستړیا، سردرد،ځان درد،دبندونو درد،دګیډې په ښي پورتني برخه کې ددروندوالي او درد احساس او په پای کې زیړې.

دتورزیړي لپاره معاینات:

1-HBs Ag.    2-HBc Ag.   3-LFTs.   4-CBC.   5-Urine Analysis.   6-PT.

 کچیرې یو کس تورزیړی ولري نو لاندیني تدابیر ونیسي.

۱-جنسي ملګري(ښځه او یا میړه) چې تورزیړی ونلري واکسین شي او HB Ig-500 IU دې ور تطبیق شي.

۲-دمجامعت(نږدیوالي) په وخت کې د پوکاڼې استعمالول.

۳-که مور تورزیړی ولري نو نوي زیږیدلي ماشوم ته HB Ig-200 IU   ورکړل شي.

واکسین کول:

د یوې کورنې ټولو غړو ته چې تورزیړې ونلري په لاندې ډول واکسین ورکول کیږي.

ماشومان تر لس کلنی پورې Inj.Energix B:

۱۰ مایکرو ګرام اول ځل، ۱۰ مایکرو ګرام یو میاشت وروسته، ۱۰ مایکرو ګرام شپږ میاشتې وروسته.

 

غټان اود لسو کا لو نه بره ماشومانو ته Inj.Energix B :

۲۰ مایکرو ګرام اول ځل، ۲۰ مایکرو ګرام یو میاشت وروسته، ۲۰ مایکرو ګرام شپږ میاشتې وروسته.

درملنه:

استراحت،دغوړ کم استعمال،ډیر ګلوکوز او خواږه خوړل،دمیوې د اوبو زیات څښل،ویټامینونه او Syp.Hepamerz درې قاشوغې په ورځ کې تر هغه چې دوینې وروستنۍ نتیجه په لاندې ډول وي.

۱-د HBs Ag نه ښکاره کیدل او د Anti-HBs ښکاره کیدل.

۲-د وینې په معاینه کې دHBs Ag,HBC Ag,HBe Ag  منفي کیدل.

۳-د وینې په معاینه کې د Anti-Hbs,Anti-HBc,Anti-HBe ښکاره کیدل.

ستاسو د روغتیا په هیله.

ستاسو ورور ډاکټر صداقت.