پیژندنه:
هغه مرستې او هڅې چې بې له ځنډه د یوې حادثې له پیښیدو څخه تر روغتیایې کتنځي او یا روغتون پورې د یو مصدوم(ناروغ) سره کیږي ترڅود بیمارۍ د زیاتیدو او مړینې څخه مخنیوې وکړي د لومړنیو مرستو په نامه یادیږي.
مرسته کوونکی د لومړنیو مرستو د اصولو په زده کولوسره پرته لدې چې روغتیایي (طبي) زده کړې ولري د مصدوم(ناروغ) ژوند ژغورلی شي.
موخې:
۱-دپیښې پیژندنه.
۲-مصدوم(ناروغ) سره لومړنۍ مرستې.
۳-روغتون ته د ناروغ ورلیږدول.
دمصدوم(ناروغ) لومړني معاینات:
دیومصدوم سره د اړوندو ځانګړو لومړنیو مرستو څخه مخکې لاندیني مرستې باید وشي.
۱-د هوایي(تنفسي) لارې کتنه او پاکول د لاندنیني انځورونو په شان .
د بیمار سر ښی طرف ته تاو کړﺉ اودښي لاس د ګوتې په ذریعه هر هغه څیز چې د تنفسي مجرا د بندیدو سبب شوی وي لکه لاړې،مصنوعي غاښونه،شاته تاوه شوې ژبه او یا بل څه وویستل شي
۲-دتنفس اعاده کول د لاندنیني انځورونو په شان.
دکیڼ لاس په ذریعه د مصدوم پزه بنده او د ښي لاس په مرسته زنه لاندې خواته کش کړﺉ
۳-دوینې ددوران نورمال ساتل اوزړه په حرکاتو(ټوپونو)راوستل د لاندنیني انځورونو په شان .
ناروغ ستونی ستاغ څملوﺉ
دکیڼ لاس ورغوی د ناروغ په ټټر دزړه د پاسه کیږدﺉ
دناروغ ټټر ۴-۵ ځلي په زوره کښیکاږﺉ
نبض په لاندنیو ځایونو کې جس کیدی شي:
الف-د لاس د بند په داخلي خوا د غټې ګوتې په طرف.
ب- د لاس دڅنګلې بند په داخلي خوا کې.
ج-دغاړې په ناحیه کې.
د-مغبني(سپوغي) په ناحیه کې.
ه-دښنګرې د بند په داخلي خوا کې د ښنګري شاته.
۵-تنفس(ساه اخستل): د ناروغ ټټر ته کتل کیږي چی ۱۲ څخه تر ۲۰ ځلي پورې په یوه دقیقه کې نورمال وي.
۶-دبدن دتودوخي ددرجې مالومول چې نورماله کچه( اندازه) یې ۳۶.۵ څخه ۳۷.۷ درجې د سانتي ګراد ده.
۷-دوینې د فشار مالومول چې نورماله اندازه یې ۱۳۰/۹۰ ملي متر سیماب دی.
۸-او په پای کې دسر څخه تر پښو پورې د بیمارد معاینه کولونه وروسته ځانګړې اړوند لومړني مرستې وکړﺉ.