دا یوه څرګنده خبره ده چې ایډزپه ټوله نړۍ کې د خپریدو په درشل کې دی اما د مخ پروده او وروسته پاتې هیوادو لپاره یوه بوږنوونکې موضوع ده.

یادشوي هیوادونه دلومړي ځل لپاره ددې ناروغۍ په شیوع(پیداکیدل او خپریدل) باندې مخکې له مخکې خبرنه وي اوپدې هکله مالومات نه لري نوځکه ورته بوږنوونکی حالت ویلی شو.

له بلې خوا د طب کارکوونکو ته په زړه پورې موضوع ده او دا حالت ډاکټران مجبوروي چې ددې ناروغۍ په هکله مالومات ولري.

چې ډاکټر صداقت یعقوبي دخپل ایماني وطني احساس له مخې چې په ګران هیواد کې ددې ناروغۍ د څو پیښو راپور ورکړی شوي په زړه پورې او زیات مالومات راټول کړي،زه د طب دیو استاد په توګه دنوموړي زیارته دقدر په سترګه ګورم او دا موضوع لوستونکو په خاصه توګه د طب کارکوونکو ته ډیر ګټور بولم.

او ورته د لوې څښتن تعالی څخه د لا بریالیتوب هیله کوم.

 

په درنښت

 

پوهنوال ډاکټر سلطان محمد صافی

دکابل د طبي پوهنتون استاد