د مالیزیا د ختیځ سباح ایالت چارواکي وایي د تیرې دوشنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې یې ۸۸ ناقانونه کډوال د ښار په شپږو بیلا بیلو سیمو کې نیولي.
د ختیځ سباح ایابت د پولیسو عمومي مشر عبدالباری په یوه مطبوعاتي ناسته کې وویل، "په یادو نیول شوو کسانو کې ۸۲ تنه د فلیپین اتباع دي او ۶ تنه یې اندونیزیایان دي.
هغه وویل، په پام کې لري چې دغه ډول چاپې او پلټنې نوري هم ډیرې کړي، تر څو په مالیزیا کې مخ په زیاتیدونکي ناقانونه کډوالۍ قابو کړې شي.
د نوموړي په وینا په عملیاتو کې د لږترلږه ۱۴۲ بهرنیانو اسناد وکتل شو چې ۸۸ کسانو یې معتبر قانوني اسناد په لاس نه درلوده.
عبدالباري وایي، نیول شوي کسان د لنډې مودې لپاره توقیف خونو ته لیږي او تر هغې وروسته به دوی بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه کړې شي.
نوموړي همداراز وویل، د مالیزیا د مهاجرت چارواکو سږ کال تر اوسه لږترلږه ۶ زره دغه ډول چاپې او عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوی د کابو ۱۸ زره ناقانونه کډوال په نیولو توانیدلي.
29.05.2017
- آرین صافی
د اسټراليا حکومت شاوخوا ۷۵۰۰ پناه غوښتونکو د روان کال د اکتوبر مياشتې پورې وخت ورکړی ترڅو کډوالۍ لپاره خپل غوښتنليک يا اپليکيشن د دغه هیواد د مهاجرت ادارې ته وړاندې کړي.
د تیرې يکشنبې په ورځ د استرالیا د مهاجرت وزارت اعلان وکړ چې ټول هغه کډوال چې دا مهال په استرالیا کې ژوند کوي خو د استرالیا د کډوالې ویزې لپاره یې تر اوسه وړاندیز نه دې کړي د اکتوبر تر لومړۍ نیټې وخت لري تر څو یاده پروسه بشپړه کړي.
په اعلامیه کې راغلي وو، که چیرته کډوال د غوښتنلیک په بشپړولو کې پاتې راشي، نو د...
29.05.2017
- آرین صافی
د استرالیا د مهاجرت چارواکي وایي په تیرو ۳ کلنو کې یې ۲۷۸ جعلي او درواغجن کډوال له خپل هیواده ویستلي او په پام کې لري چې ۳۳۵ نور داسې کډوال په نږدې راتلونکې کې وباسي.
یادې شمیرې د دوشنبې په ورځ د مهاجرت ادارې د مرستیال مایکل پیزولو لخوا د سنا مجلس یوې استمناعیه غونډې ته څرګندې شوې.
مایکل پیزولو وویل، "په یادو کسانو کې یې ۶۵ سلنه داسې وو چې استرالیا کې تر مشتیدو وروسته بیرته هغو هیوادونو ته څو وارې په سفر تللې وو چیرته چې هغوی خپل ژوند په خطر کې ښودلې وو. او ۳۵ سلنه یې داسې کسا...